د ترکیې د همکاریو د انسجام ادارې مرستې افغانستان ته وسپارل شوې

په دغو مرستو کې ۱۰ ټنه د کلورین پرېمینځونکي مواد، ۱۰۰۰ بنډله محافظتي کېټونه او ۲۰۰ د دواپاشۍ ګرځنده ماشینونه شامل دي

په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیالې او له کرونا وایروس سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې د مرستو رسولو کمېټې رییسې حنیفې ګېروالې په دې ناسته کې وویل، چې له دغو مرستو څخه به د کابل ښار او ولسوالیو په دواپاشۍ کې کار واخیستل شي.