د ترکیې د وسله والو ځواکونو پخوانی پنځه ویشتم لوی درستیز متقاعد ستر جنرال یاشار بویوک انت وفات شوی دی.
نوموړی د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله د یو څه مودې راهیسې د تداوۍ لاندې وو چې نن سهار وفات شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د بویوک انت میرمن فیلیز بویوک انت هم څلور ورځې مخکې وفات شوې وه.
دا چې نوموړی سخت ناروغه و، نو د خپلې میرمنې د جنازې په مراسمو کې یې هم ګډون نه وو کړی.