د ترکیې هوایي بریدونو سوریه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د کردي رسنیو د راپورونو له مخې یوې ترکي بې پېلوټه الوتکې، سوریه کې هوایي بریدونه کړي، چې ملکیانو ته په کې مرګ ـ ژوبله اوښتې.

که څه هم د اوښتې مرګ ـ ژوبلې په اړه تر اوسه کره څه نه دي ویل شوي؛ خو ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې مهال ده چې تېره ورځ د اسرایلو پوځ هم په سوریه کې د ایران قدس ځواکونو پر مرکزونو هوایي بریدونه وکړل او د راپورونو په اساس یو شمېر ملکیانو ته په کې مرګ ـ ژوبله واوښته.