د ترکیې ولسمشر اردوغان د عراقي کردانو مشر په خیانت تورن کړ

د ترکيې ولسمشر د عراق د کردانو د خپلواکې سیمې مشر په خیانت تورن کړی او د د عراق حکومت ګواښ کړی دی چې د کردانو سیمه اییزو هوايي ډګرونو ته به د پروازونو مخه ونیسي.

ترکې او عراق دا څرګندونې د عراق په کرد مېشتو سیمو کې د وروستۍ ټولپوښتنې پر وړاندې په خپل عکس العمل کې کړي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی دی چې د کردانو د لاریو پر مخ به خپلې پولې وتړي او او که اړ شو نو د عراق د کردانو پر ضد به له پوځي او اقتصادي ګامونو هم کار واخلي.

رجیب طیب اردوغان دا څرګندونې پرون د عراق په خپلواکه کردي سیمه کې د داوړمې ورځې د ټولپوښتنې په عکس العمل کې وکړې.

اردوغان د کردانو مشر مسعود برزاني د دې ټولپوښتنې په ترسره کولو په خیانت تورن کړ.

نوموړي زیاته کړه:په ښکاره وایم تر وروستیو شېبو موږ انتظار درلود چې مسعود برزاني به دا خطا ونه کړي، لیدل کېږي چې اشتباه مو وکړه، په داسې حال کې چې اړیکې مو په لوړه سطحه ټینګې وې، د ټولپوښتنې د کولو په اړه مشوره نه کول یو خیانت دی.”

ترکیه دا ټولپوښتنه خپل ملي امنیت ته یوه ګواښ ګني او ویره لري چې دا ګام به په ترکیه کې مېشت کردان له ترکيې څخه جلا کېدو ته وهڅوي.

بل لورته د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون د کردانو خپلواکې سیمې ته خبرداری ورکړ چې که تر سبا پنجشنبې د خپلو هوايي ډګرونو کنټرول بغداد ته ونه سپاري، دې سیمې ته به د ټولو پروازنو مخه ونیسي.

په همدې حال کې ایران ویلي چې د دې هېواد پارلمان به نن د عراق د کردانو د سیمې د ټولپوښتنې په اړه غونډه وکړي.

شااوخوا ۳۰ میلیونه کردان په عراق، ایران، ترکيې او سوريې کې اوسېږي او د سیمې هېوادونه اندېښنه لري چې هسې نه د جلا کېدو لپاره د عراق د کردانو د ټولپوښتنې لمن دوي ته هم وغځېږي.