د ترکیې په وان ښار کې د بس چپه کېدو له امله ۳۸ تنو کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې یاد کډوال د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هیوادونو اتباع دي، چې له ایران څخه د اروپا په لوري روان و او د ترکیې په «وان» ښار له دې پېښې سره مخ شوي، چې له امله یې ۱۲ تنه کډوال مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.