د ترکیې پولې ته څېرمه دسوريې پوځ الوتکه ویشتل شوې

ترکي چارواکو ویلي، د سوریې پولې ته څېرمه یوه “سوریایۍ” پوځي الوتکه ویشتل شوې ده. “احرار الشام” ډلې د الوتکې د ویشتلو پړه منلې، چې اوس د پیلوټ موندلو لټون روان دی.

ترکي چارواکو ویلي، غالباً ویشتل شوې الوتکه د سوریې پر پوځ پورې اړه لري.

د سوریې حکومتي تلوېزیون د تیره  ورځ د یوې پوځي سرچینې له خولې ویلي، د ترکیې پولې ته څېرمه له یوې جنګي الوتکې سره د هوايي ځواکونو اړیکه پرې شوه.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، د الوتکې د پیلوټ موندلو لټون پیل شوی، چې غالباً له الوتکې وتلی وي.

ترکیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د سوري مخالفو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. ترکي ځواکونه د سوریې خاوره کې د “اسلامي دولت” او نورو ترکي ډلو پرضد جنګېږي.

د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې ترکیې وویل، ددغه هېواد ځواکونو له سوریې سره پر پوله یوه ”روسۍ جنګي الوتکه” ویشتلې. د روسیې دفاع وزارت ویلي وو، الوتکه ”له ځمکې نه ویشتل شوې.