د ایران د لوېدیځ اذربایجان ولایت چارواکي وايي، د دغه هېواد اته پوله ساتي په چالدران کې ووژل شول.
چالدران له ترکیې سره پولې ته نږدې سیمه ده.
د لوېدیځ اذربایجان د والي سیاسي او امنیتی مرستیال علیرضا رادفر له میهر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، له “ترهګرو” سره د سرحدي ځواکونو جګړه اوس هم روانه ده.
د ایران دولتي رسنۍ صدا و سیما وايي، د چالدران د سرحدي کنډک سرتېري په “وسلوالو اشرارو” پسې و چې ووژل شول.
د ایران رسنیو په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو د امنیتي چارواکو له خولې زیاتوي چې څو “وسلوال اشرار” هم په نښته کې وژل شوي دي.
ایران تر ډېره “ترهګر او اشرار” هغو سني او کورد وسلوالو ته کاروي چې د دغه هېواد د حکومت پرضد جنګېږي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.