د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو رخصتي درې میاشتې تمدید شوه

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو رخصتي تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په مشروط ډول تمدید شوه.

دغه پرېکړه نن د جمهوررئیس د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په ارګ کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې د یوې طرحې په اساس کړې ده.

د جمهوري ریاست د دویم معاونیت مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دیني مدرسې، ښوونځي او شخصي او دولتي پوهنتونونه تر راتلونکو دریو میاشتو پورې رخصت دي، خو که له دریو میاشتو مخکې وضعیت سم شو، بیا به د پرانیستو په تړاو یې کابینه پرېکړه کوي.

دوی ټینګار کړی، چې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه دې په انلاین ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د ودونو صالونونه، مېله ځایونه او کلبونه به هم تر راتلونکو دریو میاشتو پروې تړلي وي او ټولې هغه ټولنیزې او فرهنګې ناستې منع دي، چې د ګڼه ګوڼې لامل ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د نسبي قرنطين ماتېدو سره خصوصي ښوونځيو مسئولينو د يوې سوله ايزې مظاهرې په ترڅ کې د ننګرهار پوهنې رياست څخه د ښوونيز بهير د بيا پيلېدو غوښتنه وکړه ..