د تمرکز د ډېرښت لپاره ۱۰ تمرینونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

نه شم کولای، چې سم تمرکز وکړم او اصلا کوم څه ته دقت نه کوم. د بېلګې په توګه: د افرادو څېرې ډېر ژر هېروم او د کار کولو پرمهال، ځکه د ورځې باید ډېر کارونه ترسره کړم، د کارونو د ډېرښت له امله، نه شم کولای، چې تمرکز پرې وکړم، کله وخت تېروتنې کوم او په ټوله کې مې دقت او ځیرکتیا کمه شوې ده، تېروتنې مې بېخي ډېرې شوې دي او حتا په لمانځه کې مې هم فکر زرو ځایونو ته ځي. د مهربانۍ له مخې ماته لارښوونه وکړئ، چې څه وکړم؟

ستا له خبرو څخه دا ثابتېږي، چې ډېرې کاري بوختیاوې لرې او همدا بوختیاوې د دې سبب شوي، چې په کافي اندازه تمرکز ونه لرې. د آرامتیا او له دې حالت څخه د خلاصون له پاره، باید په کارونو کې نظم را منځته کړئ.

لومړی ټاکنې او موارد یو په بل پسې بررسي کړئ او په هېڅ وجه یو کار له بل سره مه ترسره کوئ، هرومرو د آرام او استراحت وخت ولرئ او د استراحت پرمهال بل هېڅ کار مه ترسره کوئ.

که چېرې د ټاکنو او مواردو په اړه د هېرې احساس لرئ، یوه نښه کېږدئ، چې د یاد ته راوړلو له پاره مو ګټوره وي.

تمرین وکړئ، ترڅو د لمانځه پرمهال اړین تمرکز تر لاسه کړئ، دا امر ستاسو د آرامتیا سبب ګرځي، ځکه هرکله چې په لمانځه کې در په یاد شو، نو خپل حواس را ټول او خپل ټول پام لمانځه ته واړوئ او خپل ذهن له کاري مسایلو څخه تش کړئ. د دې کړنې په تکرار سره کولای شئ، ورو ورو آرمتیا ته ورسېږئ او ښه تمرکز تر لاسه کړئ.

د تمرکز د ډېرښت له پاره لاندې تمرینونه ولرئ:

د دې تمرینونو د ترسره کولو له پاره، د ځانګړو وختونو وړاندیز نه کېږي، ځکه که چېرې تاسو ته وویل شي، باید په یوه اوونۍ کې تمرین بشپړ کړئ او پرې واکمن شئ او تاسو دا کار ونه شئ کړای، ښایي ناهیلي شئ او یا کله وخت شونې ده، په ټاکل شوي وخت کې د تمرین د پایته رسېدو له پاره، هغه په بشپړه او سمه توګه ترسره نه کړئ. په یاد ولرئ، چې کله وخت اړینه ده، چې ورځې، اوونۍ او میاشتې په پرله پسې توګه تمرین وکړئ، ترڅو په دې مهارتونو باندې واکمن شئ.

لومړی تمرین:

یو کتاب وټاکئ، یو مخ یې په پام کې ونیسئ او په هر پاراګراف کې شته کلمې وشمېرئ، یو ځل بیا دا کار تکرار کړئ، ترڅو ډاډه شئ، چې شمېر مو سم ترسره کړئ. د کار په پیل کې له یوه پاراګراف سره یې شروع کړئ او کله چې دا تمرین ستاسو له پاره آسانه شو، نو د کتاب د یوه مخ ټولې کلمې وشمېرئ. شمېرنه په ذهني توګه او د سترګو په حرکت او خوځښت سره ترسره کړئ.

دویم تمرین:

په خپل ذهن کې له یوه څخه تر سلو پورې برعکس وشمېرئ، یانې له سلو څخه تر یوه پورې.

درېیم تمرین:

په خپل ذهن کې د سلو له شمېرې څخه درې تر دریو پورې وشمېرې او کم یې کړئ.         ( ۱۰۰ ـــ ۹۷ ــــ ۹۴ ….. )

څلورم تمرین:

یوه کلمه یا یوه آسانه طرحه پیدا کړئ او په خپل ذهن کې یې د ۵ دقیقو له پاره تکرار کړئ. کله مو چې وکولای شول، چې په آسانه او غوره توګه تمرکز وکړئ، هڅه وکړئ، چې دا کار د ۱۰ دقیقو له پاره ترسره کړئ، پرته له دې، چې د خپلو حواسو تمرکز له لاسه ورکړئ.

پنځم تمرین:

یوه مېوه د بېلګې په توګه: یوه مڼه را واخلئ او له هرې خوا ورته وګورئ او خپل ټول حواس پرې متمرکز کړئ او له مڼې پرته د بل څه په اړه فکر مه کوئ. کله چې مڼې ته ګورئ، نو د هغې د ودې د څرنګوالي، خوړنیز ارزښت او یا حتا د هغه پلورنځي په اړه فکر مه کوئ، کوم چې دا مو ترې اخیستې ده، بلکې  یوازې او یوازې خپله د مڼې په اړه فکر وکړئ، هغې ته وګورئ، لمس یې کړئ او ښکل یې کړئ.

شپږم تمرین:

د تېر تمرین په څېر کړنې ترسره کړئ، په دې توپیر، چې دا ځل مو سترګې تړلې وي. په پیل کې ۵ شمېره تمرین د ۵ دقیقو له پاره تکرار کړئ او وروسته د دې تمرین ترسره کول پیل کړئ، خپلې سترګې وتړئ، د مېوې خوند، رنګ او بوی احساس او تصور کړئ او هرڅومره چې کولای شئ، دا انځور په خپل ذهن کې روڼ کړئ. که چېرې ومو نه شو کولای، چې دا کار ترسره کړئ، خپلې سترګې پرانیزئ، مېوې ته وګورئ او وروسته خپل تمرین تکرار کړئ.

اووم تمرین:

یو ساده شی ( کاشوغه، قاشق پنجه او یا ګیلاس ) را واخلئ او تمرکز پرې وکړئ، له هر لوري هغه ته وګورئ، پرته له دې، چې په خپل ذهن کې کوم کلمه ولرئ، هڅه وکړئ، چې هغه شي ته وګورئ، پرته له دې، چې د نوم او اړوندو کلمو په اړه یې فکر وکړئ.

اتم تمرین:

وروسته له دې، چې په تېر تمرین کې مو مهارت پیدا کړ، کولای شئ دا تمرین ترسره کړئ. یو کوچنی هندسي شکل ( مثلث، مربع او یا هم مستطیل ) د کاغذ پرمخ رسم کړئ او هغه ته خپل د خوښې رنګ ورکړئ، وروسته پرې تمرکز وکړئ، یوازې د هغه شکل په اړه فکر وکړئ، نا اړونده فکرونه له ځانه لرې کړئ. هڅه وکړئ، چې د تمرین په لړ کې د کلمو په اړه فکر ونه کړئ.

نهم تمرین:

د تېر تمرین په څېر کړنې ترسره کړئ، په دې توپیر، چې دا ځل مو سترګې تړلې وي. که چېرې ومو نه شو کولای، چې شکل په بشپړه توګه مجسم کړئ، خپلې سترګې پرانیزئ. د څو دقیقو له پاره شکل ته وګورئ، وروسته له دې خپلې سترګې وتړئ او تمرین ته دوام ورکړئ.

لسم تمرین:

هڅه وکړئ، چې لږ تر لږه د ۵ دقیقو له پاره د هېڅ څیز په اړه فکر ونه وکړئ، دقت وکړئ کله چې مخکیني تمرینونه مو په بریا سره پای ته ورسول، نو هغه مهال به  دې تمرین ته وخت را ورسېږي، هغه مهال به تاسو د دې تمرین ترسره کولو ته چمتو واوسئ او د دې توان به ولرئ، چې د یوې ټاکلې مودې له پاره، د هېڅ څیز په اړه فکر ونه کړئ. ډېر ژر به دا کار ستاسو له پاره لا پسې آسانه کړي.