د تنبل ، تمبل، نمانځنه، لمانځنه او  کلیزه ، کالیزې ترمنځ فرق:

اکثریت هېوادوال مو د پورته کلمو د سمې کارونې په برخه کې ستونزه لري او د استعمال پر مهال یې ترمنځ تفکیک نشي کولی.

 

تنبل هغه کس ته استعمالیږي چې لټ وي او تمبل بیا د موسیقۍ یوه آله ده.

لکه چې وايي: شپه ده د نکریزو؛ جنکۍ تمبل وهینه

او یا

احمد  ‌‌‌‌‌‌ډېر تنبل سړی دی.

 

لمانځل چې مصدر یې لمونځ دی بیا مذهبي ورځو/فعالیتونو لپاره کارول کېږي، لمانځنه د عبادت په معنا راځي، د اختر ورځ لمانځل کیږي او د اختر لمانځل عبادت کې حسابیږي.

 

خو د خپلواکۍ په څېر فرهنګي او تاریخي ورځو کې خوښۍ عبادت کې نه حسابیږي، نو نشو کولی لمانځل ورته استعمال کړو، نمانځل تاریخي، فرهنګي او غیر مذهبي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

 

مثالونه:

افغانانو سږ کال اختر د اوربند له امله په آرامۍ او امن فضاء کې ولمانځه.

په دغه لمانځه لمانځه نه شي، کانځه شي

چې يې سر وي په سجده زړه په رباب

د افغانستان خپلواکۍ بېرته ګټلو سلمه کالیزه به په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.

 

همدارنګه د کالیزې او کلیزې د استعمال ځایونه هم توپیر لري، داسې چې کالیزه سالګرې یا کال پوره کېدو ته وايي، خو کلیزه بیا جنتري ته وايي، چې تاریخ پکې کتل کیږي.

 

مثالونه:

د سپټمبر په 26 مه زما کالیزه ده.

ته کلیزه وګوره چې، نن کوم تاریخ دی؟

 

د پښتو دا پورته شپږ کلمې ‌‌‌‌‌‌سره ډېر توپیر لري، هیله د پښتو ژبې څخه د معیاري ګټې اخیستنې او نورو ته یې په ښه ‌‌‌‌‌‌ډول رسولو لپاره مراعت کړو. دا راز نورې کلمې هم شته چې، ورته توپیر لري، خو دا پورته ‌‌‌‌‌‌ډېر استعمالیدونکي دي.

 

درنښت

جلال یعقوبي