د تورخم او سپین بولدک لارې درې ورځو لپاره له یو طرفه پرانیستل کیږي

پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل په خپل ټویټر لیکلي، یادي لارې به د راتلونکې دوشنبې څخه تر چهار شنبې پورې درې ورځي پرانیستل کیږي. نوموړي ویلي، د لار خلاصون په دې جریان کې به په یوه ورځ کې له هرې لارې یعنې تورخم او سپین بولدک څخه زر – زر تنو ته د اوښتو زمینه برابره شي. مشعل ویلي، دا ګام یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره تر اوږدو خبرو وروسته اخېستی. نوموړی زیاتوي، د کورونا وېروس د وېرې خپرېدو پرمهال دغه ګام د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د لا ښه کېدو پایله کېدای شي.