د تورخم او سپین بولدک لار نن دوشنبه خلاصیږي

پاکستان کې د افغانستان سفیر شکر الله عاطف مشعل ویلي، نن دوشنبه به د تورخم او چمن لار د مسافرو پر مخ په یو طرفه ډول خلاصیږي؛ خو په وینا یې له پولې د اوړېدو لومړنی حق فامیلي مسافرو او ناروغانو ته ورکول کیږي. هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خلک باید له تعدۍ کار وانخلي او له ډیرې ګڼې ګوڼې دې ځان وژغوري. په ورته مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هرڅوک چې د تورخم له لارې راځي، باید دوه اونۍ ځانونه قرنطین کړي او په دې برخه کې باید هیڅوک له قرنطین څخه د خلاصون لپاره د واسطې کوښښ ونکړي.