د تورخم دروازه به د شنبې په ورځ د مسافرو پرمخ پرانېستل شي

پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د تورخم دروازه به د مې میاشت په ۱۶ مه نېټه په پاکستان کې د افغان مسافرو پرمخ پرانېستې وي، ترڅو افغان مسافر هېواد ته راستانه شي. هغه له مسافرو غوښتنه کړې، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ځانونه منزلونو ته ورسوي. له دې وړاندې هم یو ځل د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوې وه.