د تورخم دروازه بېرته د مسافرو پر مخ پرانېستل شوه

نن سهار مهال د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د موټرو او خلکو پر مخ تړل شوې وه، چې اوس د افغان او پاکستاني اړوند مسوولینو ترمنځ تر یو لړ خبرو وروسته بېرته خوشې شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، دا چې د دروازې بندښت له امله مسافر په زیات شمېر جمع شوي دي، نو ځکه یوازې د مسافرو پر مخ دغه دروازه پرانېستل شوې.

نوموړی زیاتوي د خلکو ګڼې ګوڼې ختمېدو وروسته به بار وړونکو موټرو ته هم اجازه ورکړل شي، چې په دغه لار تګ راتګ وکړي.

پاکستان وروسته له هغې یاده دروازه وتړله، چې د پېښور تهکال سیمه کې پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ونیوو او تر هغې وروسته په لر او بر کې د پاکستاني حکومت پر ضد او د پښتین د خوشې کولو په ملاتړ لاریونونه پیل شول.