د تورخم دروازه نن اته بجې د مسافرو پرمخ پرانېستل شوه

د ننګرهار والي ویاند عطاؤالله خوګیاڼی وایي، چې د تورخم دروازه نن سهار اته بجې د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.
تر دې وړاندې پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، چې د تورخم دروازه به د مې میاشت په ۱۶ مه نېټه پاکستان او کوزې پښتونخوا کې د بند پاتې افغان مسافرو پرمخ پرانېستې وي، ترڅو افغان مسافر هېواد ته راستانه شي.
هغه له مسافرو غوښتنه کړې، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او ځانونه منزلونو ته ورسوي.
له دې وړاندې هم په کرونایي بندیز کې د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوې وه.