‏د تورخم کمیسارۍ مسوولین په دغه ګمرک کې د ۴۹ بېلابېلو مډالونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکوي

د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوب ویلي، چې د دوی د سکن برخې مسوولینو ۴۹ بېلابېل ډوله مډالونه چې د بهرنیو هېوادونو اړوند دي نیولي دي.
‏یعقوب زیاته کړې، چې د یادو مډالونو قاچاق کوونکي په تښېښه بریالي شوي او د نیولو لپاره یې جدي هڅې پیل شوې دي.