د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په یو شمېر ولایتونوکې ټاکنیز د فترونه رایي شمېرني ته نه پرېږدي

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزي ډلې معترضو ناظرینو په بلخ ولایت کې د ټاکنو سیمه ییزو کمېسیونونو دروازې تړلې دي.

په ورته وخت کې هلمند کې هم یو شمېر معترضینو د ټاکنو کمیسیون مخې ته لاریون کړی دی او ټینګار کوي چې څو یې مشروع غوښتنو ته ځواب نه وي ویل شوی، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د هېواد په شاوخوا پنځلس ولایتونو کې د ټاکنیزو کمیسیونونو دروازې تړلې دي او اجازه نه ورکوي چې رایې له سره وشمېرل شي.