د ثبات او همپالنې ټیم به سبا ته په کابل کې لاریون وکړي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې یو شمېر غړي سبا جمعه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه نه منې او لاریونونه کوي.

د دغه ټاکنیز ټیم اېمل صافی وایي، تر هغې چې غوښتنې یې نه وي منل شوي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد کمېسیون رییسه حواعلم نورستانۍ نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال پر کمېسیون هر ډول فشارونه رد کړل او ویې ویل چې د قانون، لایحو او طرزالعملونو له مخې به خپلې چارې پر مخ بیايي او د هېچا فشار ته به سر ټیټ نه کړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د قانون په چوکاټ کې د لاریون کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې یاد لاریون باید د عامه نظم او د وګړو د ورځني ژوند ځنډ او خنډ ونه ګرځي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي، پولیس چمتو دي چې د قانون له چوکاټه بهر لاریونوالو مخه ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.