د ثبات او همپالنې ټیم د سولې ټول شموله خبرو ته چمتو دی

د حکومت اجرایه رئیس ډاګتر عبد الله عبد الله پروان کې د سالنګ پر خلکو د شوروي اتحاد برید د یو دیرشم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته وویل، د ثبات او همپالني ټیم د سولې هغو خبرو ته چمتو دی، چې ټول شموله وي.

د عبد الله عبد الله په خبره هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي، خو هغه خبرې چې، د ټولو افغانانو غوښتنې پکې منل شوي اوسي.