د فرانسې په کوربه توب د شل کلنو ښځینه وو نړیوال جام فوټبال سیالۍ د جاپان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبې ته د جاپان او هسپانیا لوبډلو لار موندلې وه، چې جاپان پکې هسپانیا ته درې د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړه.
جاپان لوبډلې د لوبې په ۳۸مه، ۵۷مه او ۶۵مه دقیقو کې ګولونه وکړل.
هسپانیا لوبډله یواځې په یو ګول د لوبې په ۷۱یمه دقیقه کې وکړ.
له ۷۱یمې دقیقې وروسته کومې لوبډلې بل ګول ونه کړ او لوبه په همدې ترتیب درې د یو ګول مقابل کې د جاپان لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده او د شل کلنو د ښځینه وو نړیوال جام سیالیو اتلولي یې وګټله.
لیکنه : نصرت الله عمرزی