د جلال اباد ښاروالۍ د افغانیو نوې نرخنامې هټۍ والو ته ووېشلې

مسوولین وایي، د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه یې پر افغانیو نوې نرخنامې جوړې او پرهټۍ والو یې ویشلي دي.

د دوی په وینا چې له دې وروسته به په پیر او پلور کې یوازې افغانۍ د باور وړ دي او هیڅوک نشي کولی چې پر بهرنیو اسعارو راکړه ـ ورکړه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولایتي چارواکو ټولو ښاریانو ته سپارښتنه کړې چې د سرغړونې په وخت کې له ۱۶۰ شمیري سره اړیکه ونیسي ، څو په دې برخه کې ټاکل شوی کمیسیون قانوني چلند وکړي.