د جلال ښار اباد ښار د قابله ګانو پر روزنیز مرکز ډله ییز بريد لا هم پای ته نه دی رسېدلی

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، له روزنیز مرکز څخه ټولې قابله ګانې په خوندي ډول ایستل شوي او چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل بیا انعکاس ته ويلي، چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته څلور ټپیان وروړل شوي دي.

باید ياده شي، چې تر دامهاله د حمله کوونکو شمېر معلوم نه دی او دا هم معلومه نه ده چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې څو تنه حمله کوونکي مړه او یا ژوندي پاتې دي.

دلته یې وګورئ…