د جمال خاشقجي مړی ټوټې ټوټې شوی او بیا نا معلوم ځای ته وړل شوی دی

د استانبول جګپوړی څارنوال وایي، سعودي خبریال جمال خاشقجي چې کله د اکتوبر په دويمه د عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی، تر ستوني نیول شوی او مړی یې بیا ټوټې ټوټې شوی دی.

څارنوال عرفان فیدان تېره ورځ دا خبره هم وکړه چې د خاشقجي تر قتل وروسته د هغه جسد انتقال شوی خو تر اوسه یې ځای نه دی معلوم شوی.

جمال خاشقجي چې د واشنګتن پُسټ لپاره کار کاوه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سخت منتقد و، دی د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوت او تری تم شو.