د اضطراري ادارې چارواکو ویلي چې، لسګونه نور په دې اور لګېدنه کې ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، ګومان کېږي چې اور د سيجونګ په نوم د روغتون د پنځه پوړیزې ودانۍ په لومړي منزل کې چې د روغتون عاجله خونه پکې ده، لګېدلی دی.
د روغتون د دوو نرسانو له خولې ویل شوي چې اور په ناڅاپي توګه د روغتون په عاجله خونه کې ولګېد.
چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي او وېره یې څرګنده کړې چې ښايي د مړو شمېر زیات شي.
پولیسو ویلي، د اور لګېدنې پر مهال په روغتون کې شااوخوا دوه سوه کسان وو.