یکشنبه , 28 اپریل 2024

د جنګ زیانونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې جبران شي

ولسمشرغني له پښتونخوا او بلوچستان څخه راغلو سیاستوالو سره په مرکه کې ویلي، چې د جګړې زیانونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې جبران کړي .

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني  د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره  له پښتونخوا او بلوچستان څخه راغلیو سیاستوالو سره په کتنه کې چې په ولسشمرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه ویلي، چې د جنګ زیانونه به په راتلونکو پنځو کالو کې جبران کړي او په وینا یې افغانان به له دې وروسته مهاجرت ته اړ نه شي ځکه چې افغانستان یو بډایه هیواد او ستر ولس لري.

له کوزې پښتونخوا څخه راغلو سیاستوالو ولسمشرغني ته د بیا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي وویله او د لوړې مراسمو کې د راکېټي بریدونو پرمهال یې دهغه د میړانې او جرأت ستاینه وکړه او افغانستان ته یې د سولې دراتلو هیله وکړه .

د هغوی په وینا چې د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړې توګه د پښتونخوا او بلوچستان لپاره ځانګړی ارزښت لري.

همدا راز د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه کتنه کې یادو مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د ترویزم او جنګ له امله د ډیورنډ هغه غاړه د ولس په ځورېدو او د مشرانو په وژل کېدو خواشینی دی.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې له دې وروسته به د افغانانو یو والی، فرهنګ ، او اړیکي ساتل کیږي او چاته به اجازه ورنکړل شي، چې په یو او بل نوم د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي .

د ولسمشر غني په وینا چې لر او بر افغانان باید د تاوتریخوالې د پای ته رسولو لپاره هلي ځلې وکړي او یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.