د جهانوي کپور لومړي فلم هغې ته ډیر شهرت ورکړ

د هندوستان د سینما د نوموتې اداکارې شرې دیوي د لور جهانوي کپور لومړی فلم د تیرې جمعې په ورځ خپور شو.

دا فلم چې دړک نومیږي، په لومړیو دریو ورځو کې يې تر ۳۰ کروړه پیسې ګټلي.

دړک فلم د دوو مئینو کیسه ده، چې په دوه بیلابیلو کلتورونو کې ژوند کوي. دوې دواړه آن مذهبي ټکرې هم لري. کورنۍ يې نه غواړي، چې دوې دواړه سره واده وکړي او هڅه کوي، یو له بل څخه يې بیل کړي.

دړک یا د زړه درزا د ۲۰۱۶ کال د (سیرات) په نوم د یو مرهټي فلم څخه په تقلید جوړ شوی، چې د هندي ټولنې ځينې مهم مسایل رابرسیره کوي. دا فلم د مینې او درد یو داستان دی.

کتونکي وايي، چې که څه هم دړک فلم د مرهټي هغه فلم ته نشي رسیدای، خو بیا هم د یوې نوې جلۍ لومړی فلم او دومره ښه اداکاري د ستاېنې وړ ده.

شاهین