په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې چې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ اړوندو کې یې تر سره کړي، ۱۵ وسله وال طالبان وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۲۷ عرادې نقلیه وسیلې هم له منځه وړل شوې او ګڼ شمېر سیمې د یادې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې شوې.
وسله والو طالبانو تر دا مهال په دې اړه څه نه دي ویلي.