دغه لیدنه به د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د سرحد غیر پوځي سیمه کې وشي.
تر اوسه کیم جونګ اون د ولسمشر ټرمپ د لیدنې وړاندیز په هکله څه نه دي ویلي، خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چیو سون هوی ویلي، چې دا په زړه پورې وړاندیز دی.
د یادولو وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا رهبر سره په فبرورۍ میاشت کې په ویتنام او د تیر کال په جون کې په سنګاپور کې لیدلي وه.