د جګړې غم ځپلی او د سولې ارمانجن عبدالغني کاکا و مړ.

افغانستان کې د سولې کاروان مشر غړی عبدالغني کاکا څوک و؟

د ۷۰ کلن عبدالغني کاکا سرتیری زوی په خوست کې د طالبانو سره په جګړه کې تېر کال ووژل شو او میرمن یې د زوی د غم له امله څو میاشتې وروسته ساه ور کړه.

مخکې تر دې چې په دوحه کې طالب او امریکا پر افغانستان کلکو خبرو ته کېني، د سولې رسا غږ د یوه بېساري لاریون په ترڅ کې له هلمند نه د څو رضاکارو له خوا پورته شو او تر کابله او وړاندې تر شماله ورسېد. دا خوځښت وروسته د سولې ولسي حرکت وبلل شو او د رسنیو او چارواکو پام ورواوښت.

غړو یې د اوږدو پلو مزلونو پرمهال په بېلابېلو سیمو کې مینه وال وموندل او د سولې غږ یې ورسره بدرګه کړ. ددغه ولسي حرکت مشر غړی عبدالغني نومېده چې د خپلو هڅو د ثمر تر لیدو وړاندې، له نړۍ ولاړ. خپلو لاریونوالو دی غني کاکا باله او د هغوی ترمنځ یې ځانګړی ځای درلود.

دغه غم ځپلی په سپینه ږیره او کږه ملا د روانې خونړۍ جګړې درولو نارې اوچتولو په موخه، تېر اوړی له کوره ووت او په کابل کې د سولې ولسي حرکت سره یو ځای شو.

نوموړی د سولې په ارمان د تېر کال په اګست کې له کابله تر بلخه لوڅې پښې څو سوه کیلومټره پلی مزل وکړ او د سالنګ په لوړو درو کې یې د سولې چېغې ووهلې. خو د ده د سولې غوښتنې ږغ د افغان جګړې د لوریو په یوه غوږ ننوت او له بله ووت.

غني کاکا د افغان خونړۍ جګړې درد په هډ او پوست درک کړی و او همدغه نه زغمېدونکی ستم بلاخره له هغه ساه واخیسته او په لوګر کې تر خاورو لاندې شو.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وايي، د غني کاکا وروستۍ خبره یې په یاد ده چې هغه به ویل، د ځواني مرګ زوی درد مې لیدلی او نه غواړم نور خلک زما غوندې د خپلو اولادونو د ځوان مرګۍ درد تجربه کړي.

له بزګر غني کاکا څخه یوازې دوې کوچنۍ لوڼې او یو کوچنی زوی پاته شوي دي چې اوس د خپل ماما په کور کې د ژوند ترخې شپې او ورځې سبا کوي.

د سولې ولسي حرکت غړو په هلمند کې د غازي ایوب خان لوبغالي کې د غېږ نیونې په سیالۍ کې د بم چاودنې وروسته چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، لومړی په هلمند کې د همدې سټډیوم مخ ته د پرلت کېږدۍ ودروله او د جګړې له دواړو غاړو یې د سولې غوښتنه وکړه. خو کله یې چې منفي ځواب تر لاسه کړ، د روژې په میاشت او اوړي کې له هلمنده تر کابله او بیا له کابله تر مرازشریف پورې پلی تګ وکړ. خو لا هم د غني کاکا په شان یې په افغانستان کې د سولې راوستلو هیله نه ده پوره شوې.