د حالت غوښتنه

لیکوال : عزت الله نورزی

د بلاغت اصلي معنا اغېزناکې او ارزښتناکې خبرې کول دي، چې ویاند د خپل مخاطب له سویې او غوښتنې سره سمې خبرې وکړي یعنې د مخاطب له حال او شان سره سمې وي. که زموږ زړه هر څه غواړي هغه نه بلکې د مخاطب حالت ته ځان ور وګرځوو، لکه: که موږ یو چا ته تسلې ورکوو، یو ډول لغات کار وو، لکه: ارمه ژبه، خوږې کیسې، هغه خبرې چې د مخاطب زړه مو اوبه پرې وڅښي… که یو څوک ردوو یا د هغه بېزاري څرګند وو، نو بیا د ژبې له نورو امکاناتو څخه ګټه اخلو.

په مخکینیو زمانو کې دود و چې پاچا به مړ شو، نو بیا شاعر مجبور و چې زوی ته یې د پلار ډاډینه په شعر کې ورکړي او د هغه د زړه بړاس په شعر کې ورته وښيي، نو دلته شاعر مجبور و چې له نحوي او هنري تګلارو یې کار اخیستی وی چې د هنر په مټ یې د پاچا د زوی زړه ارم کړی وی او هم د شاعر هدف چې یوه لاسته راوړنه وه  ترې کړې وی. دغه کړنه پخوا ډېره وه چې د راتلونکي پاچا په مخکې به شاعر د زاړه پاچا مرثیه ویله.

سلطان محمد غزنوي چې داغیاث له ملګرۍ محروم شو، نو پاچاهي يې خوشې کړه، د ملنګۍ جامه یې واغوستلې، هند ته ولاړ. په هند کې چې یوه طالب د ده حالت ته وکتل، نو یو شعر یې ورته ولیک، ور یې کړ. سلطان محمود غزنوي چې شعر ولوست، شعر اغېز ورباندې وکړ، یو سالم حالت ته راستون شو او بېرته د پاچاهۍ په چورت کې شو.

اوس که موږ په عام ګړدود کې و وایو، احمد مړ شو، بس ټول پوهېږي چې احمد مړ دی، د سړي زړه پرې خوږېږي یا نه، خو که د پاچا په مړینه کې و وایو، دا یوه نارسمي خبره ده، موږ د مړي لپاره څومره کلمې کار وو، لکه: مړ شو، وفات شو، د خدای رحمت پرې وشو، د ژوند پاڼه يې ورېژېدله، وربسیا شو، په سلګونو داسې نورې کلمې کاروو؛ خو ځينې له دې څخه رسمي دي، ځينې یې ادبي دي، ځينې یې د ادب له چوکاټه که وتلې نه دي، خو باید له ویلو سره یې په هر ځای احتیاط وشي.

که اوس په کوم جنګ کې د اوردو یو عسکر لګېدلی وي، ژورنالستان وايي: «د اوردو یو عسکر وژل شوی.» کورنۍ یې بیا وايي زموږ زوی شهید شوی یا وفات شوی… په لسګونو ترکیبونه کاروي. مړ او وژل شوی د معنا په لحاظ فرق لري، خو که اوس په سیمه کې یو سړی راپورته شي د عسکرو له وړاندې و وایې چې د اوردو یو سرتېری مړ شو، خو سم په لاس دې را چپه کوي، وايي ولې دې و‌‌نه ویل چې شهید شو. اوس معاني موږ ته د دغه ډول مسایلو دحل لارې لټوي، چې کوم ډول خبرې وکړو، چې ګټونکي شوو.