د حج لارښوود کتاب پرانستغونډه وشوه .

د میدان وردګو ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د حج لارښوود کتاب پرانستغونډه جوړه شوې وه،چې په کې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،ولایتي شورا غړو،مدني ټولنو،دیني عالمانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنک مختار وویل دغه کتاب مولوی عبدالسلیم جمالزي لیکلې،چې د حج او عمرې علمي او عملي لارښوونې په کې په پنځه څپرکو کې زر ګڼې چاپ شوی،چې مالي لګښت یې د حاجي خان وردګ له لورې ورکول شوی دی .

نوموړی زیاته کړه، مولوی جمالزی په رسمي ډول له کویټې څخه د حج لارښوونکي په توګه سعودې عربستان ته سفرونه کړي او هلته ته یې د کویټې د حج د قافلو د لارښوود دنده ترسره کړې.

د هغه په وینا ولایت مقام به هڅه وکړه،چې د حج او اوقافو ادارې په همغږۍ د یاد کتاب موضوعات د هغه کسانو سره شریک کړي،چې سږ کال حج ته روان دي او په دغه کار سره به د حجیانو سره د حج کولو پر مهال پوره همکاري وشي .

د ولایتي شورا غړي حاجي عبدالوحید اکبرزوي او یو شمېر نورو له حکومت څخه وغوښتل چې مولوی عبدالسلیم جمالزي ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .

د مولوی عبدالسلیم جمالزي په استازۍ د هغه زوی الهام جمالزي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه مننه وکړه،چې د یاد کتاب پرانستغونډه یې جوړه کړه او زیاته یې کړه، مولوی جمالزی ژمنه کوي،چې لا به هم په یادو برخو کې نور کار ترسره کړي .

دوه پنځوس کلن مولوی عبدالسلیم جمالزی د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د کلاندي د سیمې اصلي اوسیدونکی دی.