د حساسیتونو د معلومولو تیوري

لیکنه:  ګل ولي ارین
د دې تیوري تاریخي شالید په اړه کره مالومات نشته، ولې د ډاکټر غني په حکومت کې بیخې ډيره کارول شوې/کارول کيږي. دا تیوري وايي “وړاندې له دې چې د کومې موضوع په اړه تصمیم ونیسئ؛ لومړی د یادې موضوع په اړه د خلکو حساسیت( Sensitivity) مطالعه کړئ، که د خلکو ځواب مثبت وو نو تصمیم ونیسئ او پلان شوی کار مو ترسره کړئ او که د خلکو ځواب منفي و، له پلان شوي کار څخه لاس په سر شئ.”
څو مثالونه:
۱، څو اونۍ وړاندې له ملي تلویزون څخه د بین الافغانې مذاکراتو په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوریت د استازیتوب لپاره یو لیست خپور شو، په رسنیو کې غوغا جوړه شوه، حساسیتونه یې راوپارول؛ ۲۴ ساعته لا نه وو تېر چې ارګ نومړی لیست رد کړ او د نوي لیست د خپرولو ژمنه یې وکړه.
۲، ډاکټر فضل محمود فضلي چې د غني د ټیم یوه مشهوره څهره ده اما ډیری افغانانو یې ان په تېره دوره کې د منفک کیدلو غوښتنه درلودله خو دا چې غني ته نږدې کس دی، تېره دوره کې یې هم وساته او اوس یې بیا مقرر کړ.
دا د لس شپو وړاندې کیسه ده، پژواک او نورو رسنیو خبر خپور کړ چې ډاکټر فضلي د چارو د ادارې د مشر په توګه مقرر شو، دې موضوع د نورو موضوعاتو په شان په ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ نکړ، خلکو عادي برخورد ورسره وکړ، ۴۸ ساعته بعد ارګ دا خبر رد کړ خو د خلکو حساسیت په هغه لیول کې نه وو چې د فضلي د مقررۍ مخه یې نیولې وای بناءً درې ورځې وروسته یې رسماً د چارو د ادارې د مشر په توګه مقرر کړ.
۳، د روان کال د وري په ۲۳ نېټه طالبانو ته منصوب منشور د طلوع نیوز لاس ته ولوېده، دې خبر نو سمه غوغاً جوړه کړه او اکثره افغانانو یې د منلو څخه انکار وکړ، څو ساعته لا نه وو تېر چې طالبانو یاد منشور رد کړ.
همدا ډول د ماليي وزارت په درېیو برخو ویشلو خبر به مو هم اورېدلې وي چې وروسته بیا دا پرېکړه د افغان اقتصاد پوهانو او  اروپايی ټولنې له سختو انتقادونو سره مخ شوه او بلاخره ارګ یاد خبر رد او بې اساسه وګاڼۀ.
مثالونه ډېر دي خو د دې تیوري د روښانولو لپاره همدا کافي مثالونه کافي بولم.
ولس ته څۀ کول په کار دي؟
مطبوعات او ټولنیزې رسنۍ د ولسواکه نظامونو له اساسي بنسټونو څخه دي، په ولسواکۍ کې د هر فرد نظر شمېرل کیږي نو بناءً د ملي مسایلو اړوند موضوعاتو په اړه ولس باید خاموش پاته نشي او هرو مرو دې خپل نظر څرګندوي.