د حصارک ولسوالۍ ولسونه له حکومته د امنيت او انکشافي پروژو غوښتنه کوي

د ننګرهار يادې ولسوالۍ ولسونو د یوې قومي غونډې په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د یاده ولسوالۍ کې د دوی امنیت او انکشافي کارونو ته پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، حصارک کې د نا امنۍ له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شاوخوا یوه نیمه لسیزه کیږي، چې دغه ولسوالۍ کې خلک له نا امنیو رنځ وړي.

ولایتي چارواکي بیا وایي، حصارک ولسوالۍ لپاره ځانګړی پلان لري، خو مالومه نه ده چې کله عملي کیږي.

نورحال د سفيراحمد سيال په راپورکې…