د حمیدبابا په شعر کې ارواپوهنه!

حمید مومند وايي:
عیسی یو نادان هوښیار نه کړ په عمر
که ړانده یې په نفس شول ډېر بصیر
چې بد خوی په چا کې کېني؛ نور عادت شي
عادت نه درومي له شخصه په تغیر

ارواپوهنه وايي:
کله چې یو عادت د «عمل» له مرحلې نه د «هویت» مرحلې ته وارد شو؛ بیا محال ته نژدې ده چې یاد عادت له یوه انسانه لرې شي. یو عادت چې مثلاً په ما کې د عمل له پړاوه د هویت پړاو ته ورسېد؛ بیا که روسیې ته هم لاړ شم دغه به مې عادت وي او که امریکې ته هم؛ عادت د ۳ فاکتورونو په رڼا کې د عمل له برخې پورته درومي چې هغه وخت، تکرار او اراده ده.
که بیا هم دغه وضعیت کنترول نه شو له هویته هم ور اوړي او راساً د شخصیت برخه گرځي چې بیا د ټولې دنیا پوهان او عالمان راټول کړې له هغه شخصه به یاد شوی عادت لرې نه کړي. طنز او ټوکې چې د چا د هویت برخه وگرځېده بیا چې ۸۰ کلن هم شي نورو ملگرو ته به دغسې طنز او ټوکې وايي. په بدن کې به یې د خبرو کولو توان نه وي؛ خو خوله کې به یې د ټوکو له پاره کامل قوت پیدا کېږي؛ دا ولې؟ ځکه چې دا یې هویت دی.
د حمید په پورته بیتونو ډېر لوی بحث کېدای شي؛ خو اوس همدومره چې هدف نورو ته ولېږدول شي.