د خبرو کولو د وړتیا د ښه کولو درې مهارتونه

يو ماهره خبرې اترې كونكې بايد د خبرې د ځواب وركولو څخه وړاندې درنګ(pause)  یا دمه وكړي- د دريو نه تر پنځو ثانيو لنډ درنګ په خبرو اترو كې يو ظريف كار دې- كله چې تاسې درنګ كوئ نو په يو وخت درې موخې لاس ته راوړئ:

د لنډې دمې ګټې

لومړې، كيدې شي چې مخاطب د خپلو خبرو كولو پر مهال ساه اخلي نو په ځواب وركولو كې د درنګ یا دمې څخه د كار اخيستلو له كبله تاسې د هغه د خبرو د پرې كولو د خطر ځنې ژغورل كيږئ- دويم، تاسې، په بيړه د ځواب او يا د نظر نه وړاندې كولو سره خپل مخاطب ته دا ور ښایئ چې ګوندې تاسې د هغه خبرو ته دقيق پا م یاست- دريم، تاسې كولې شـئ چې خپل مخاطب په ښه ډول واورئ- د هغه خبرې به ستاسې مغزو ته ښې ژورې ښكته شي او تاسې به په وضاحت سره د هغه په خبره پوه شئ-

پوښتنې وكړئ

د ماهره محاوره كونكي یا خبرې اترې کونکي د جوړيدو دپاره ارينه ده چې دخبرو پر مهال د وضاحت دپاره پوښـتنې وشي- كله هم داسې مه انګيرئ ګوندې هغه څه چې ويونكې واي تاسې پرې پوهيږئ او ددې پرځاې پوښتنې وكړئ،  د بیلګې په توګه پوښتنه وکړئ”ستاسې مطلب دادې چې؟“

د خبرو اترو د کنټرولولو دپاره چې ما ټول عمر کې له ټولو پیاوړې پوښتنه زده کړې هغه هم دا ده- دا نږدې ناشونې ده چې دې پوښتنې ته ځواب ونه ویلې شي- کله چې تاسې پوښتنه وکړئ”ستاسې مطلب دادې چې؟“ نو مخاطب مو اړ دې چې ښه په پراخه توګه د موضوع په اړه درته ځواب درکړي- تاسې بیا د نورو وضاحت غوښتونکو پوښتنو په مرسته کولې شئ چې خبرې اترې روانې وساتئ-

د ویونکي الفاظ په خپلو الفاظو تکرار کړئ

د یو ښه خبرې اترې کونکي جوړیدو دپاره دریمه لار د ویونکي د خبرو تکرار په خپلو ټکو کې کول دي- کله مو چې مو په اثبات کې سر وښورو او موسکي شوئ نو بیا ویلې شئ ”اجازه راکړه چې وګورم چې په خبره سم پوه شوې یم“- تاسې داسې وویل چې……………..“

ځیرتیا وښایئ

د ویونکي د خبرو تکرار په خپلوټکو کولو سره تاسې دا ښایئ چې ستاسې په پوره توګه خبرو ته پام دې او پوره هڅه کوئ چې په افکارو او احساساتو ځان پوه کړئ- او حیرانونکې خو یې لا دا ده چې کله تاسې هڅه کوئ چې موثره اوریدنه تمرین کړئ تاسې به نورو خلکو ته زړه راښکونکي ښکاره شئ- د دوي به تاسې سره نژدې اوسیدو ته زړه کیږي- دوي به تاسې سره شتون کې خوښي او آرامي احساسوي-

اوریدل باور جوړوي

دا چې اوریدل باور جوړوي نو همدا لامل دې چې اوریدل د خبرو اترو د فن او مهارت د زده کولو په بهیر کې پیاوړې ابزار او وسیله ده- څومره چې تاسې بل چاته ښه غوږ کیږدئ، همدومره هغه بیا پر تاسې باندې باور کوي- اوریدل ځان مننه یا عزت نفس (self-esteem) جوړوي- کله چې تاسې یو چاته ښه غوږ نیسئ نو دې سره د هغه د ځان مننه په طبعي ډول ډیریږي-

اوریدل نظم راولي

او وروستۍ یې دا چې، اوریدل د اوریدونکي په ځان کې نظم رامنځته کوي- دا چې ذهن په یوه دقیقه کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې وي یا الفاظ اخلي او تاسې یوازې ۱۵۰ وي په یوه دقیقه کې ویلې شئ نو ډیرې خوارۍ ته اړتیا ده چې د مخاطب خبرو ته ټول پام پاتې شي- که چیرې تاسې په خبرو اترو کې د ځان تنظیم تمرین نه کړئ نو ستاسې ذهن به سلو نورو لارو چکرې وهي- څومره ډیر چې تاسې د مخاطب خبرو ته پاملرنه باندې کار کوئ، همدومره به تاسې ډیر په خپل ځان کې منظمه شئ- په بل عبارت، د ښه اوریدو د زده کولو له لارې تاسې خپل حیثیت او شخصیت جوړوئ-

عملي تمرین

دوه کاره چې په کولو یې تاسې دا وړاندیزونه عملي کولې شئ دلته درته وړاندې کیږي:

لومړې، د خبرو اترو پر مهال د ځواب ورکولو ترمخه یو لنډه دمه یا درنګ وکړئ- تاسې به حیران شئ چې دا څومره پیاوړې تخنیک دې-

دویم، دوامداره دا پوښتنه ”ستاسې مطلب دا دې چې“د هر هغه څه په اړه چې درته روښانه نه وي وکړئ- دا تاسې ته ښه اوریدو دپاره لا نور ډیر وخت درکوي.

لیکوال: براین ټریسي

ژباړن: مشتاق رحیم