Pig who is represented on a white background

د خنزیر غوښه د اسلام او ساینس له نظره:

۱ – د خنزيرپه غوښه کې ۱۶ ډوله جراثيم شتون لري:

لیکنه: ډاکترمحمد جعفرصاحب

دخنزیرپه غوښه کې غوړشته، چې په ډیروخت سره هضمیږي، اوددې څخه علاوه دخنزیرپه غوښه کې ۱۶ ډوله جراثیم شتون لري، چې هریویې مهلک دي، هغه کسان چې په (Tape worm) اخته دي داهغه کسان دي چې هغود خنزیرغوښه خوړلې وي اوله دې څخه (Trichiwella-inlesunal) ناروغې منځته راځي.

۲ – د خنزیرغوښه د داسی چاغښت سبب ګرځي چې بیایی درملنه ناشونې ده.

۳ – د خنزیرغوښه دحساسیت (الرجی) خارښت اود معدې د زخم سبب ګرځي.

۴ – د خنزیرغوښه دسږو دعفونیت سبب ګرځي، هغه ویجاړوی، له کاره ئې غورځوي، چې د ادفیتوي چنجیانوله کبله رامنځته کيږی اوبیایی درملنه ناشونې ده.

۵ – دخنزیرغوښه دلیونتوب سبب کيږی:

نوی ساینسي څیړنو دا ثابته کړی ده چې دخنزیرپه غوښه کې یوه خطرناکه ناروغې دفیتوي چنجیانوشتون دی، اوکله چې همدا چنجیان کلمو، بیا زړه اودوینې له لاري واعصابوته ځان ورسوي نود لیونتوب سبب ګرځي.

۶ – د خنزیرغوښه دزړه د دورې او لوړ فشارسبب ګرځي.

۷ – د خوګ غوښه ویتامینونه کموي:

دخنزیرغوښه چې وخوړل شي اود چنجیانولاروانسان ته ورسیږی دا پرکلموباندې پوره قبضه کوي نودبي ۱۲ (B12) ویتامین کموي چې دا دکم خونۍ (Anemia) سبب ګیږی، چې دا بیا اعصابوته یوتکان دی، داپرمغزوباندی ډیرفشارراولی، چې دا پخپله اعصابي لیونتوب اوپریشانۍ ته ښه راغلاست دي.

۸ – د خنزیرغوښه پوستکي تخریبوي:

یوډول چنجی چې دخنزیرپه غوښه کي شته دی هغه د(Trichinosis)  دی داپه پخولوسره له منځه نه ځي، ددې لومړی اغیزې دادي چې پوستکي تخریبوي اوپرپوستکي باندی یوډول دانې پیداکوي، کله چې دا کلموته ورسیږی نوپه دې ورځوکي داچنجی ټولې کلمې قبضه کوي هغه تخریشوي .

۹ – دخنزیر غوښه دردونه پیداکوي:

کله چې داچنجیان ټوله بدن قبضه کړي بیا دعضلاتو دردونه رامنځته کوي، چې له دې وروسته داچنجیان ټول بدن اواعصابي نظام ته سرایت کوي، د زړه، دسږو اونورپه شمول.

۱۰ – دا په طب کې یومنلی اوکوټلی حقیقت دی چې په حیواناتوکې داسي ناروغۍ شته چې د انسان سره هیڅ تړاو نلري ماسوا له خنزیرڅخه، دا یواځي خنزیردی چې دده دغوښود خوړولو له کبله د خنزیرد بندونودردونه اورماتیزم  انسان ته انتقالیږی.

۱۱ – دخنزیرله غوښې څخه نفستنګې اوتبرکلوز(سیل) ناروغې پیدا کيږی.

۱۲ – د خنزیرغوښه د(Trichia)  د ناروغۍ سبب ګرځي.

۱۳ – لکه څرنګه چې خنزیرتل ګنده اونجس شیان خورئ اوله همدې کبله رذیله خاصیتونه هم لری نود خنزیردغوښو په خوړلوسره دارذیله ټول صفتونه انسان ته انتقالیږی دا ځکه چې خنزیرتل د جراثیمواو مکروبونو څخه مالامال دی.

۱۴ – د خنزیردغوښې څخه سکروفولا(Scrofula) ناروغې پیدا کيږی.

۱۵ – د خنزیردغوښوڅخه دسترګوهرډول ناروغیانې اوعمومي عفونت (Infection)  پیداکيږی.

۱۶ – د خنزیرغوښه د(Erysipelas) دناروغۍ سبب ګرځي، دا هغه ناروغې ده چې دا دپوستکي لاندی نسجونو یوه ساري ناروغې ده چې  دپوستکي پاړسوب، سوروالی اوخارښت یې ښکاره نښانې دي.

۱۷ – د خنزیرغوښه د جذام دناروغۍ (Leprosy) سبب ګرځي.

۱۸ – دخنزیرغوښه د(Biliousness) دناروغۍ سبب ګرځي، داناروغې د سردرد، د بغل درد عمومي درد اوقبض څخه عبارت ده.

۱۹ – د خنزیرغوښه د(Consumption)  د ناروغۍ سبب ګرځي، چې دا د بدن د استهالې څخه عبارت دي.

۲۰ – د خنزیرغوښه انزایمونه له منځه وړي.

۲۲ – دخنزیرغوښه د ګردې چنجی (Round Worm) سبب ګرځي، لکه داسکارس (Ascaris) چنحی چې دهضمیې نظام خرابوي، اپنډیکس منځته راوړی اود ژړي سبب ګرځي.

۲۳ – د خنزیرغوښه د چنکګ چنجی (Hook worm) سبب ګرځي، چي دا چنجیان په عمومي ډول سره دوینې دکمښت، د پاړسوب، د زړه د دریدو، نس ناستی، محرقې اوپه عمومي ډول سره د فزیکي اوروانۍ کمزوری سبب ګرځي.

۲۴ – د خنزیرغوښه د(Schitosoma Japonicum)  سبب ګرځي، دا ناروغې د انسان څخه وینه جاري کوي، انسان دکم خونۍ سره مخامخ کوي،اوټوله اعصابي نظام کمزوری کوي.

۲۵ – د خنزیرغوښه د(Paragomines Wetermaini) سبب ګرځي، په دې ناروغۍ کي دانسان سږی وینه کوی اود مرګ سبب ګرځي.

۲۶ – د خنزیرغوښه د(Paciolepsis Buski)  سبب ګرځي، دا ناروغې هضمیه خرابوی، نس ناستی راولی اوپه عمومي ډول سره ټوله بدن پاړسوب کوي.

۲۷ – د خنزیرغوښه د(Clonorchis Sinensis) سبب ګرځي، داناروغۍ دینې دچنجی په وجه دینې عفونیت دی چې دصفراوي وني التهاب دي.

۲۸ – دخنزیرغوښه د (Metastrongylus Apri) ناروغۍ سبب ګرځي، داناروغې تنفسي سیستم له منځه وړي اوپه سږوکي چرک پیداکوي.

۲۹ – دخنزیرغوښه د(Giganthorinchus Gigas) ناروغۍسبب ګرځي، داناروغې وینه کموي اوهضمیه له منځه وړی.

۳۰ – دخنزیرغوښه د(Balatitidium Coli) ناروغۍسبب ګرځي، داناروغې دکلموالتهاب اودوینې اسهال ومنځته راوړي.

۳۱ – دخنزیرغوښه دسیل (Tuberculosis) دناروغۍ سبب ګرځي.

۳۲ – دخنزیرغوښه د(Fusiformis Necrofurus) ناروغۍ سبب ګرځي، ددې ناروغۍ درملنه ناشونې ده.

۳۳ – دخنزیرغوښه د(Salmonella Cholera Suis) ناروغۍ سبب ګرځي، چې داخپله یوډول کلوراده.

۳۴ – دخنزیرغوښه د (Bruceellosis) ناروغۍسبب ګرځي، چې داهم یوه ناعلاجه مزمنه ناروغې ده.

۳۵ – دخنزیرغوښه د(Small Pox) ناروغۍسبب ګرځي، چې داناروغې هم یوه وژونکي ساری ناروغې ده.

۳۶ – دخنزیرغوښه د(Japanese B-encepphalitis) ناروغۍ سبب ګرځي، چې دایو ډول التهاب دي.

۳۷ – دخنزیرغوښه د(Influenza) ناروغۍسبب ګرځي، چې ودې ته دخنزیروالګی هم وایی.

 

۳۸ – دخنزیرغوښه د(Protozoal Diseases) ناروغۍ سبب ګرځي، داد پروتوزوا ناروغیانې ډیرې خطرناکې دي که چیری دیوې میرمني ماشوم په ګیډه کي وي اوپه دې ناروغۍ اخته شی، نوډیرژردا ماشوم له منځه وړي، دا ناروغیانې ړوندوالی، کوڼ والی اونوری مزمنی ناروغۍ هم ومنځته راوړي له دې څخه علاوه داناروغیانې ینه غټوي، اعصابوته تکان ورکوي اوکله هم دمرګ سبب ګرځي

 

۳۹ – دا چې د خنزیرغوښه الله جل جلاله حرامه کړیده نوتراوسه ساینس پوهانوچې کومي تجربې ورباندی کړیدی نودائې په جرأت سره ویلی دی چې د خنزیردغوښوڅخه تر۱۰۰ زیاتي ناروغۍ پیداکيږی چې لاداپ لټنې هم دوام لري.

ټول هغه محصولات چې دخنزیرله غوښه څخه پیداکيږ هغه هم ټول حرام دي .