دوشنبه , 29 اپریل 2024

د خوب په وخت کې سر ته د موبایل کیښودو له دې تجربې خبر شئ

د خوب په وخت کې سر ته د موبایل کیښودو ډیر زیانونه دي. په ډنمارک کې د ښوونځي پنځه نجونې وايي: موږ چې کله د خوب پرمهال خپل تیلفون د کټ سر ته کیږدو په سبا ورځ بیا خپل حواس نه شو کنترولې.

دوی وغوښتل چې دا ستونزه په عملي توګه وازمويي؛ د دوی ښوونځي د دې تجربې لپاره اړین توکي نه درلودل، دوی هڅه وکړه چې په ډیرو لومړنیو وسایلو دا تجربه په خپل کور کې ترسره کړي.

دې شاګردانو شپږ لوښي، چې تخمونه یې په کې اچولي وو، په داسې خونه کې کېښودل چې دروازې او کړکۍ یې ټینګې شوې وې او شپږ نور لوښي، چې تخمونه په کې وو داسې خونه کې کېښودل، چې هلته تیلفون او دانترنت راوټر و، د دولسو ورځو په تیریدو شاګردانو ته جوته شوه چې د دوی تجربه په زړه پورې ده.

کومه خونه کې، چې انترنټ او تیلفون وو هلته تخمونه مړه شوي وو، هیڅ راشنه شوي نه وو، او هغه بله خونه کې تخمونه راشنه شوي وو.

یاده تجربه که څه هم ډېره ساده ده، خو په خپل ښوونځي کې یې د امتیاز درجه تر لاسه کړه او پایلې یې له ګواښه ډکې هغه وبلل شوې. د یاد ښوونځي د کیمیاء استاد کیم هورسیوډ وايي: زموږ د شاګردانو تجربې په کارولیسنکا انسټیټوټ کې د اعصاب د متخصصینو پاملرنه ور اړولې ده.

دوی غواړي چې دا تجربه په اکاډیمیک چاپیریال کې بیا ترسره کړي او کېدای شي دا ځل دوی له ځینو حیواناتو هم کار واخلي.

د موبایل ډیر کارول:

د یادونې ده، د خوب په وخت کې سر ته د موبایل کیښودل یا د ټیلفون ډیر کارول خوب له ستونزو سره مخ کوي، په ۲۰۱۰ز کې د ستانفورډ پوهنتون یوه څېړنه کړې وه څیړنې ویلي وو، چې له ګرځنده ټیلفون سره نږدې ویده کیدل د خوب لړۍ ټکنۍ کوي او لامل هغه شنه رڼا ده، چې له ټیلفون څخه راوځي او دا رڼا بیا هغه د میلاټونین په نوم ماده له ستونزې سره مخ کوي دا ماده له خوب سره ټینګ تړاو لري.