د خوراک او څښاک اداب

لیکوال : مفتی محمدګل سعید

خوراک د انسان د زندګي له ضروریاتو څخه دی، لکه څرنګه چې داسلام په مقدس دین کې دزندګۍ دهراړخ اصول،اداب اوطریقه ښودل شوې ده،دارنګه دخوراک اوڅښاک آداب هم ښودل شوي دي،چې په لاندې ډول دي:

(۱)ـــــ  بایدچې خوراک په  ګډه اوپه اجتماعي توګه وشي داسې نه چې هریوکس ځانته اوجداخوراک ته ناست وي ،په ګډوخوړلوسره مینه ،محبت اوبرکت پیداکیږي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:کلواجمیعاًولاتفرقوافان البرکة مع الجماعة.یعنې یوځای خوراک وکړۍ اوجداجدامه کیږۍ، په بل حدیث شریف کې فرمايي: خیرالطعام ماکثرت علیه الأ یدي .بهترین خوراک هغه ده چې لاسونه پرې زیات وي.همدارنګه فرمايي:الاکل مع الاخوان شفاء. یعنې له خپلومسلمانانووروڼوسره په يوځای خوراک کولوکې شفاء وي.

(۲)ـــ  دخوراک له آدابوڅخه یوداده چې دخوراک شروع باید مشرانسان وکړي، نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: ابدؤابالاکابر.یعنې په مشرانوشروع وکړۍ.

(۳)ـــ  دخوراک  ترشروع دمخه اوهمداراز ترخوراک وروسته ددواړولاسونوپریمینځل ترمړوندونوپورې سنت دي. ملاعلي قاري رحمه الله  په مرقاة (ج ۱ص ۳۳۷) کې لیکي : چې هذامستحب .علامه ابن عابدین رحمه الله ورته سنت ویلي دي اودامت عمل هم په دې باندې جاري دی. اصل تحقیق دادی چې دخوراک نه مخکې لاسونه وینځل مطلقامستحب دي ،دعلامه ابن عابدین په عبارت کې دسنت نه مرادسنت شرعیه نه دی بلکه مرادسنت عادیه دی چې هغه دمستحب په درجه کې دي. دلاسونودوینځلوله ادابوڅخه  دادي:که چیرته دافغانانوپه څېردچیلمچي نظام موجودوي ، نوترډوډۍ خوړلودمخه دې دکم عمره دلاس پرمینځلوپېل وشي، ځکه دکم عمره شوق اواشتهاء ډوډۍته ترمشرانوزیاته وي ، خودخوراک په پای کې دلاسونووینځل بایدله سپين ږیرواودزیات عمرخاوندانوڅخه شروع شي ، په حدیث شریف کې راغلي دي: لیس منا من لم یوقرکبیرنا،دلته توقیراوعزت همدغه دی چې ترنورووړاندې لاسونه ورپریمنځل شي.له یادونې دې پاتې نه وي چې امام بخاري رحمه الله اوځینې نورائمه وايي : که چیرې څوک یولاس ووینځي ، یادلاسونوفقط ګوتې ووینځي نوپه دې سره دلاسونووینځلوسنت نه اداکیږي ، ترڅویی چې دواړه لاسونه ترمړوندوپورې نه وي وینځلي . کله یی چې دډوډۍ خوړلولپاره لاسونه پريمنځل نوپه لاس پاک وغیره سره به یی نه وچوي  ترڅودوینځلواثردخوراک پروخت باقي پاتې وي، خودخوراک وروسته چې لاسونه ووینځي بیایی بایدپه لاس پاک وغیره سره وچ کړي ، ترڅودطعام اثربالکلیة زایل شي ،چې په دې سره به دموذي حشراتوله ضرراوچیچلوڅخه هم وژغورل شي. بایدیادونه وکړوچې دطعام اثربالکلیة ختمیدواودپوره نظافت راتلوپه موخه دصابون استعمال ښه کاردی،لکه په خوابه ددې پرځای داشنان( زمۍ) استعمال کیده. دخوراک لپاره دخولې مضمضه کول مستحب دي  ، په عالمګیري  کې دي: والمستحب تطهیرالفم  فی جمیع المواضع .مطلب داچې  دخوراک لپاره دلاسونوپه څېر دخولې پریمنځل سنت نه ، بلکه مستحب دي .دجنب لپاره که نروي یا ښځه ترلاسونواوخولې وینځلووړاندې خوراک اوڅښاک کول مکروه دي، خوحائضه ښځه له دې حکم نه مستثنی ده. (۴)ـــ  دډوډۍ خوړلویاداوبوڅښلوپه  شروع کې بسم الله ویل اوپه پای کې  الحمدلله  ویل سنت دي ، دادعاګانې هم رانقل شویدي  : الحمدلله الذی اطعمناوسقانا وجعلنامن المسلمین . الحمدلله الذی اطعمناهذالطعام من غیرحول منی ولاقوة برحمتک یاارحم الراحمین .

له حضرت انس  بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی هغه وایی:حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:الله تعالی له هغه بنده ډیرراضی کیږي چې خوراک اوڅښاک  وکړي بیایی په پای کې حمداداکړي ،یعنې اقلاً (الحمدلله)وویل شي هم کافی ده.

حجة الاسلام امام غزالی رحمه الله وایی :اوله لقمه کې دې بسم الله دوهمه کې دې بسم الله الرحمن ،په دریمه کې دې بسم الله الرحمن الرحیم ووایی .يعنې په هره ګوله کې دې یوحرف زیاتوي نوکه اولنۍ لقمه کې بسم الله وویل شي دټول طعام لپاره کافي ده.له حضرت ابوامامه رضی الله عنه  نه روایت دی وايي:چې کله به له حضرت رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم څخه دسترخان پورته شونوبه وویل :الحمدلله حمداکثیراطیبامبارکافیه غیرمودع ولامستغنی عنه ربنا.که چیرې په اول کې ترینه بسم الله هیره شوه نودیادیدلوسره سم دې ووایي: بسم الله من اوله واخره.له حضرت عایشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:اذاأکل أحدکم فنسی أن یذکراسم الله علی طعامه فلیقل بسم الله أوله وآخره.لیکن بسم الله به په اوچت اوازسره وایی ترڅوچې نورناست  خلک یی هم ورسره ووايي ، خوپه دې شرط چې داروزي حلاله وي،که چیرې داموجوده خوراک حلال نه وه بیابه بسم الله نه وایی ، خوالحمدلله په هرحال کې ویلی شي . مناسب داده چې الحمدلله  په اوچت اوازسره بایدترهغه پورې ونه ویلی شي  ترڅوچې ټول له خوراک څخه فارغ شوي نه وي .

(۵)ــــ دخوراک په  لومړی سرکې بایدشروع په مالګه سره وشي ، اوهم باید په پای کې مالګه وڅکي،حدیث شریف کې دي:علیکم بالملح  فانه شفاء من سبعین داء منه الجنون والجذام والبرص . یعنې په مالګه کې داویامرضونوشفاء ده .دمالګې استعمال له خوراک نه مخکې اووروسته په شامي، احیاء العلوم اونورومعتبروکتابونوکې ذکرده ،خوحضرت مفتی رشیداحمدصاحب رحمه الله  په احسن الفتاوی( ج ۷صفحه ۶۵)کې لیکلي دي چې:«دخوراک په ابتداء اوانتهاءکې دمالګې څټلوپه هکله چې کوم اقوال په کتب متداوله وکې ذکرشویدي هغه دصحیح حدیث نه ندي ثابت،په دې باره کې چې څومره احادیث راغلي دي هغه ټول موضوعي دي،لهذاابتداء اوانتهاء  الطعام بالملح ته سنت ویل تسامح اوبې پرواهي ده».

(۶)ـــــ  له سنتوڅخه داهم دی چې خوراک  به دکاسې له منځ څخه نه کوي ، بلکه  له پلوه څخه  به  یی خوري  ترڅوپایه په پایه منځ ته پکې ورسيږي،ځکه په منځ کې برکت نازلیږي  بایدچې هغه ترپایه وساتل شي.

(۷)ــــ  بل داسنت دي چې له خپل لوري اوله يوځای څخه به خوراک کوي ځکه چې طعام هم یودی، لیکن که چیرې په کوم تال اوفتنوس کې مختلف رنګه  یامختلف قسمه میوې اوبیلابیل خوراکونه کيښودل شوې وي، بیاچې کوم یی  خوښ وي هغه رااخیستلی شي.

(۸)ــــ په ښي لاس باندې خوراک کول ضروري دي،له حضرت ابن عمررضی الله عنه نه نقل دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:اذااکل احدکم فلیاکل بیمینه  واذاشرب فلیشرب بیمینه فان الشیطان یاکل بشماله ویشرب بشماله.کله چې یوستاسوخوراک کوي نوپه ښي لاس به خوراک کوي اوچې څښاک کوي بایدپه ښي لاس یی وکړي،ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک اوڅښاک کوي.البته داړتیاپروخت له چپ لاس  نه هم مرسته اخیستی شي.

(۹)ـــ  له ډوډۍ څخه ترفارغیدووروسته دخپلوګوتوڅټل سنت دي، یعنې خپلې ګوتې به لاس پاک باندې ترپاکولووړاندې وڅټي،له حضرت  کعب بن مالک نه نقل دي هغه له خپل پلارنه روایت کوي چې :  ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یلعق أصابعه ثلاثا. یعنې نبی کریم صلی الله علیه وسلم خپلې ګوتې درې ځلې څټلې په بل روایت کې راځي :کان النبی صلی الله علیه وسلم  اذاأکل طعاما لعق أصابعه الثلاث یعنې چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریوګوتوخوراک کاوه.په اخر دخوراک کې یی څټلې چې په دې سره کامل نظافت اوښه صفایی  راځي .په مواهب اللدنیة کې دي  چې څوک  دخوراک  په اخري کې ګوتې وڅټي الله تعالی به هغه سړي ته ددنیااواخرت مړښت ورنصیب کړي .له دې وروستي روایت نه داهم رامعلومیږي چې خواړه په درې ګوتوخورۍ اوکه اړتیاوي نوڅلورګوتې هم استعمالولی شي ،اودګوتوترپای ککړولونه بایدځان وژغورول شي.

(۱۰)ـــ  دکاسې پاکول هم سنت دي، ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې له کومې کاسې څخه خوراک وکړي ، بیاهغه وڅټي ،نوپه ځواب کې دغه کاسه ورته وايي :اعتقک الله من النارکمااعتقتنی من الشیطان ،الله تعالی دې تاله دوزخ اورڅخه داسې وژغوري څرنګه دې چې زه له شیطان څخه وژغورلم،په بل حدیث شریف کې  دي :من اکل فی قصعة ثم لحسهااستغفرت له القصعة.یعنې څوک چې کومه کاسه کې خوراک وکړي اوبیایی پاکه کړي نودغه کاسه دهغه لپاره استغفاراودمغفرت غوښتنه کوي،په جامع الصغیرکې لیکلي دي چاچې کاسه اوګوتې وڅټلي الله تعالی به یی ددنیااواخرت مړښت نصیب کړي.

(۱۱)ـــ  کومه لقمه اوګوله چې له لاسه ولویږي دهغې خوړل سنت دي همدارازکه له دسترخان څخه کوم زړی ولوید دهغه خوړل هم سنت دي ، که دچادلاسه څخه خولې ته تیارکړل شوې لقمه اونوړۍ ولویده دهغې همدغسې پريښودل له اسراف څخه دي،بلکې ترنورې ډوډۍ دمخه به لومړی هغه لویدلې وخوري، بیادې نورخوراک کوي. له ابوالشیخ نه روایت  دی وایی:هغه ګوله چې له کاسې په دسترخان کې ولویږي اوبیرته یی راپورته کړي خدای پاک به یی دسکون ، اطمنان اونورانیت زندګي اوددنیااواخرت مړښت نصیب کړي ،اوله مرضونوڅخه به یی الله تعالی په امن کړي اواولادبه یی عقلمندوي.دیلمي رحمه الله  وايي چې له کاسې مړۍ ولویږي بیرته یی راپورته کړې الله تعالی به ښایسته زوۍ ورکړي اوله فقرڅخه به خلاص شي.

دخوراک لپاره دکیناستلوښه طریقه داده چې چپه  پښه  راماته اوکټ کړي ښۍ پښه اوپتون ودروه وې،په فتاوی العتابیه کې راځي که چا څنګ لګولی وي یایی تکیه کړې وي ، نوپه داسې حالت کې څښل یاخوړل مکروه دي ،په فتاوی الشاميه کې راځي چې مختارقول دادی چې دتکیې په حالت کې یاپه لوڅ اوبربلنډسرخوراک کولوکې څه باک نشته،لیکن په جواهرالاخلاطي کې وایی چې په تکیه سره خوراک کول څه پروا نه لري خوپدې شرط چې دتکبرله وجې نه وي، که چیرې دتکیه وغیره صورتونوکې یی خوراک دتکبرپه وجه وي نوبیامکروه دی، او فتاوی الظهیریه همدې قول ته مختارویلي دي.په ترمذي شریف کې حدیث دی، له حضرت ابوجحیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي دي:قال النبی صلی الله علیه وسلم أماأنافلاآکل متکیاًیعنې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چې زه په تکیه خوراک نه کوم.البته  دضرورت په بنیادتکیه کول جایزدي.په لاره باندې تلونکي ته خوراک مکروه دي خوکه چاسرتورسرخوراک کولونوپدې کې څه باک نشته ،پدې شرط چې دتکبرله امله نه وي ، بل داچې زیات ګرم اوسوزونکی خواړه به نه خوري ،حدیث شریف کې دي:الطعام الباردفیه برکة والطعام الحارلابرکة فیه. یعنې په یخ خوراک کې برکت وي اوپه ګرم خوراک کې برکت نه وي،همدارازمطعومات اومشروبات به نه بویوي اونه به پکې پوکی (نفخ)کوي ،ځکه که چیرې دومره اندازه پوک پکې وکړي چې له اوازڅخه یی مثلاداف کلمه څرګنده شوه نودابیامکروه دی،حدیث شریف دی :النفخ فی الطعام یذهب باالبرکة.یعنې طعام ته پوکی کول برکت ختموي. دخوراک پروخت چُپ اوغلی کیناستل هم مکروه دي ،ځکه چې دادمجوسوعادت دی،لهذادخوراک پرمهال څه دخیراونفعې ،دوعظ اونصیحت خبرې کول په کاردي .په ډوډۍ باندې دنمکدان یاکاسې کيښودل مکروه دي ،همدارازپه ډوډۍ باندې دچاړې یالاس پاکول هم مکروه دي.

(۱۲)ــــ  اوبه بایدپه درې کرته وڅښل شي،له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې اوبه څښلې نودرې ځله به یی ساه ایسته اوویل به یی داهم ښې تیریدونکې دي اوهم ښې سیرابه کیدونکې دي یعنې سړی ښه ورباندې مړیږي.که چیرې دخوراک په وخت کې انسان ته پرنجی ورشي نوکه خوله کې يي لقمه وه دعذرله وجې نه ترینه الحمدلله ویل ساقط دي اوکه نه وه نوبیا ساقط نه دی.