د خوست لهجې او معیاري پښتو توپير

ليکنه: حکمت الله پکتین

خوستۍ لهجه که څه هم له معیاري پښتو سره ډېر توپیر نه لري، خو په ځينو برخو کې یې توپیر دومره لوړ شوی دی ، چې د معیاري پښتو بل ویونکی ترې په اسانۍ مفهوم نه شي اخیستی .

خو خپله په خوستۍ لهجه کې نوره لهجې دي ، چې مرکزي خلک یې یو قسم لهجې کوي او د ولسوالیو یې بل قسم. د دوی خپلو لهجو کې هم ډېر توپیر دی خصوصا د ویونو (لغاتو) په برخه کې . دوی بیا کوم مشکل نه لري د یو بل په پوهوالو او راپوهولو کې یعنې که د ولسوالیو نه کوم نفر مرکز ته راشي ، نو مرکزي يې په لهجه پوهيږي برعکس هم .

دا چې زموږ اصلي موضوع د خوستۍ لهجې توپير د معیاري سره وو ، نو غوره ګڼم چې خپلې موضوع ته راشم .

خصوصا د خوستۍ لهجې توپیر د معیاري سره په کانسوننټونو ، واولونو او د ځینو ویونو (لغاتونو ) په تغیر سره دی.

د خوستۍ او معیاري پښتو ترمنځ توپیرونه:

۱ـ په خوستۍ لهجه کې (الف) واول په (واو) واول باندې بدلوي . لکه : معیاري (ځان ، بالښت ، کتاب ، خاورې ، کار ، راشه ، پلار،اس ، باز ، نیا ، بازار، دوکان ، کسان ، چاړه …)

خوستۍ لهجه ( ځون ، بولښت ، کتوب ، خورې ، کور ، روشه ، پلور ، وس ، بوز ، نیو، بازور، دېکون ،کسون ، چوړه …)

۲ـ د (و) واول پر ځای (ې) واول کاره وي . لکه : معیاري ( مور ، کور ، خور ، کوز ، ترور ، دوکان ، نوره ، دروع…)

خوستۍ لهجه ( مېر ، کېر ، خېر ، کېز«ښکته» ، ترېر ، دېکون ، نېره ، دروېع…)

۳ـ د (ف) کانسوننت پرځای د (پ) کانسوننټ کاره وي . لکه : معیاري ( فارع ، فونیم ، فرهاد ، تلفظ ، الفت ، فکر ، فرید ، دفتر…)

خوستۍ لهجه ( پارع ، پونيم ، پرهاد ، تلپظ ، الپت ، پکر ، پرید ،دپتر…)

۴- د ( ح) کانسوننټ پر ځای د (خ) کانسوننټ کاره وي . لکه : معیاري ( حج ، حکمت ، حال ، حنان ، وحشي…)

خوستۍ لهجه ( خج ، خکمت ، خال ، خنان ، وخشي…) پاتې دې نه وي چې د (ه) پر ځای هم د (خ) کانسوننټ څخه استفاده کوي لکه : هنر ، خنر… او د (ښ) پر ځای هم د (خ) کانسوننټ کاره وي لکه : ښوونکی ، خوونکی ، ښوونه ، خوونه … همدارنګه د( ق ،ک) پر ځای هم (خ) استفاده کوي . لکه : مخصد ( مقصد ) … چوخ ( چوک) مختب ( مکتب)…

۵- ځينې وخت کانسوننټونه په والونو باندې بدلوي . لکه : معیاري ( هغه ، اغه ، زما ، امو…)

۶ـ ځینې وخت د والونو او کانسوننټونو ځای ته تغیر ورکوي. لکه: راځه ، ارڅه ، رانه ، ارنه…

دلته به ځينې هغه ویونه(لغات) راوړم ، چې یوازې په خوستۍ لهجه کې استعمالیږي ، چې د معیاري سره بیخي توپیر کوي .

داړه (دروازه) چپړاکې (چپلې) کوړاغ( کارغه) شیګاره ،« شوګيره د ګربزو ولسوالۍ خلک يې استفاده کوي» ، ورینګي (باران) جوبټه (څادر) لښتۍ ( د غوږ والۍ) کسه (کتل) ایله (یوازې) خطې (جامې) چيله (کوڅه) منګړيته (ټیپر) دیته (دغې ته) تي نه«تي نه لوړ شه» (ترې نه «ترې نه لاړ شه») ويي ته (ورته ) پاړ( پول، پل) وییه (هګۍ ) مټاک ( چارمغز) ګاډلی (د جوارو ډوډۍ ، ځینې یې سوکړاک هم بولي) نینګیړی (انار) شولانګ ( د سهار نسیم) باګه ( کمر بند) مېره (پوله) ترې یل ( غورځول) خیلکۍ (خولۍ) څړته (شاته) خوبیاولی (ویده) ایسوب (خساب) منده ته (زرد الو ) …

اصطلاحات يې هم د معیاري سره ډېر توپیرکوي . لکه : ارڅه تې نه (راځه ترې ) ایله زه تي نه روغلم ( یوازې زه ترې راغلم) کيز لوړ وي ( ښکته لاړ وو) …

په خوستې لهجه کې د (وشه) لغات د تکیه کلام په ډول استفاده کوي . لکه : وشه زه دې نه لوړم (زه درنه لاړم ) وشه مو ويي ته وویې ( ما ورته وویل ) وشه پو سې ګرځه ( ورپسې ګرځه ) .

خوست کې چې څومره لهجې دي په تقریري ډول چې هر قسم وویل کیږي ؛ خو لیکل بیا په معیاري کوي .