د خوشاله اوسېدو له پاره اووه ګامونه:

۱ ـــ لږ فکر او ډېر احساس وکړئ.

۲ ـــ لږ غوسه شئ او ډېره مسکا وکړئ.

۳ ـــ لږ خبرې وکړئ او ډېر غوږ ونیسئ.

۴ ـــ لږ قضاوت وکړئ او ډېر ومنئ.

۵ ـــ لږ ووینئ او ډېر ترسره کړئ.

۶ ـــ لږ ګیلې وکړئ او ډېر منندوی واوسئ.

۷ ـــ لږ وډار شئ او ډېره مینه ولرئ.

 

ژباړه: عطا محمد مياخېل