۱- سهار په داسې حالت کې پیل کړه چې
پر څیره دې د نیکمرغي نښې خپرې وي .
۲- پرشونډو زړه راښکوونکې موسکا ولره .
۴- له هرچا سره چې مخامخ کیږې د سلام اچولو پیل ته کوه .
۴- له هرچا سره چې خبرې کوې ښه غوږ ورته نیسه .
۵- هرڅوک په خپل نوم یا تخلص سره مخاطب کوه .
۶- له هرانسان سره داسې چلند کوه لکه
دی چې تر ټولو تاته در نږدې انسان دی .
۷- له هرچا سره په خوږه لهجه او مؤدبانه توګه خبرې پیل کوه . خپل دژوند ملګرې ته هره ورځ نوې خوشالي ورکوه .
۸- له چا سره چې مینه لرې هغه سینې ته درنږدې کوه .
۹- هره ورځ دیوچا دخوشالي سبب ګرځه .
۱۰- هر وخت نورو ته ورکوونکی وکرځه .
۱۱- هر وخت نورو ته بښنه کوه . او بښنه خپل عادت وګرځوه .
۱۲- د (مهرباني وکړه) او (مننه) جملي هر وخت کاروه .
هروخت په یاد ولره :
د ژوند هره ګړۍ داسې وبوله لکه دا چې دي د ژوند وروستی شیبې وي ، ځکه همداسې شونې ده ، تل پر ایمان ولاړ اوسه ، امیدونه لره ، مینه خپروه ، او د ژوند ارزښت وپیژنه .
دکتور ابراهیم رحمه الله .