دوشنبه , 29 اپریل 2024

د خوشحالۍ ٧ دايمي رازونه

منيب الرحمان رحماني

خوشحالي د ټول بشر ورکه خزانه ده، چې ځينې خلک یې کله پېدا کله له لاسه ورکړي، خو د ډېرو څخه بيا ډېر وخت مروره وي، او هر چاته په اسانۍ سره ځان نه ورښکاره کوي.

په داسې يوه نړۍ کې چې ځان ځاني پکې خپل اوج ته رسېدلې وي، په يو بل باور پکې سخت زيانمن شوی وي، واقعاً خوشحاله کېدل يو هنر غواړي، که نه په دې لښکر کې خوشحالي پېدا کول د هرچا قسمت نه دى.

د خوشحالۍ لپاره بايد د ځان په هکله ژور پام وکړو، د ځان څخه پوښتنه وکړو، موږ څه خواشيني کوي، څه مو خفه کوي او وروسته د دې څخه د څنګه او ولې پوښتنې مطرح کړو.

په دې ليکنه کې مو د خوشحالۍ لپاره ٧ دايمي رازونه درته راټول کړي، هيله مند يو په عملي کولو یې تاسې د خوشحالۍ څخه خپله برخه ترلاسه کړئ.

 

١-: د خپل ځان لپاره په خپله پرېکړې وکړئ

 

که خبرې مو وي يا مو کړنې وي، يا مو موخې وي، يا مو خپل حدود وي، سرې کرښې مو وي، فکرونه مو وي، دا ټول مو بايد خپل وي، د ځان لپاره مو وي، يانې خپلې موخې، کړنې، فکرونه هر څه په خپله د ځان لپاره وټاکئ، مه پرېږدئ بل څوک ستاسې په ځای پرېکړه وکړي او تاسې هم د بل چا رول مه اخلئ.

 

٢-: د نورو لپاره ژوند مه کوئ

 

دا سمه ده چې موږ بايد په خپلو خبرو او کړنو نور خلک او خپل دوستان خواشيني نه کړو، خو موږ مجبور هم نه يو نورو ته ګټه ورسوو، بلکې زموږ يوه ګټه به دا وي چې نورو ته ضرر ورنه کړو، د نورو لپاره ژوند کول موږ د خپل ژوند څخه باسي، حال دا چې موږ به بيا د خپل ژوند د پايلو مسول نه يو نور.

 

٣-: تمه کول پرېږدئ

 

د دې څخه انکار نه شو کولی چې ښه دوستان ښه وي، د بدې ورځې دوست د هر چا ښه ايسي، خو دا هر څه بايد په يوه چوکاټ کې وي او خپل حدود ولري، موږ بايد د خپلو کړنو لپاره تل دوهم پلان ولرو، د دې پلان څخه مې مطلب د بي پلان دی، که چېرې مو دا کار ونه شو کړی او دوست مو هم مرسته ونه شي کړی، بيا به څه کوئ؟ د دې ټکي فکر هم بايد خپله وکړو.

 

هر وخت چې تمه کول پرېږدو نو د هيلو ماتېدل يا د زړه ماتېدل به مو هم پای ته ورسېږي، ځکه زموږ زړه هغه وخت ماتېږي چې له يو چا څخه مو د هغه ډول کار هيله نه وي چې هغه يې وکړي يا یې ونه کړي. نو موږ باید هر حالت ته تيار او د مسولیت او ځواب ويلو اراده ولرو.

 

٤-: همدا اوس لاس پکار شئ

 

ژوند ځینې ځانګړي شرايط لري، تاسې به يوه ورځ مجبور کېږئ چې په خپلو پښو ودرېږئ، يوه ورځ به مجبور کېږئ چې خپله ګټه وکړئ، خپل ځان خپله وساتئ، نو مخکې له دې چې تاسې په بد حالت کې يا د بل چا په وېنا دې کار ته مجبور شئ، په خپله همدا اوس په ځان پانګونه وکړئ او د ځان لپاره څه وکړئ.

 

٥-: په شرم کې شرم نشته

 

دا سرټکی هم لږ عجيب دی، خو زما نيت دا دی چې تاسې او ځان دلته يوه خاص ټکي ته متوجه کړم، موږ او تاسې ډېر کله ځينې کارونه زړه نا زړه کوو، شرمېږو چې دا که داسې ونه شي نو دا خلک به څه وايي، دا به ماته څه فکر وکړي، خو حقيقت دا دی که داسې کېنو او هېڅ ونه کړو، نو ډېر ناوخته به بېرته همدې کار ته مجبور شو، مطلب دا چې کله موږ د يو شي د کولو هڅه کوو، نه یې شو کولی، پکې ناکام شو خو بيا په پوره عزم بيا لاس وراچوو او د ترسره کولو هڅه یې کوو، دلته نور خلک په موږ بد نه وايي، نه د شرم خبره ده، بلکې نور خلک زموږ د زده کولو، د ګټې کولو دې هوس ته حېرانېږې او زموږ د دې شوق څخه متاثره کېږي او د مرستې لاس راغځوي، نو په دې شرم کې شرم نشته بلکې لا پکې شفقت، ګټه او مرسته موجوده ده.

 

٦-: دا تريخ مرچک وخورئ

 

کېدی شي که تاسې زده کړيال وئ نو د يو درس زده کول او يا ورباندې د ځوانۍ په دې بهار کې دومره وخت ضايع کول درته ښه ښکاره نه شي، خو تاسې مجبور یئ، سږ کال نه کال ته به يې بيا زده کوئ، يانې دا يو تريخ مرچک غوندې دی چې که نن وي يا سبا حتما يې خورئ، نو بې له دې چې وخت ضايع کړئ او په پای کې بيا هم د دې مرچکو خوړلو ته مجبور شئ، همدا اوس یې وخورئ.

 

٧-: روغتيا مه هېروئ

 

روغتيا د ژوند بنسټ دی، که روغ نه وئ نه کار کولی شئ، نه زده کړه کولی شئ، نه عبادت کولی شئ، يانې په ټوله مانا د يو شديد او بې چاره تسليميت څخه بله لار نه لرئ، نو د خوړو خوړلو، د کار کولو، د هر عمل کړنې په وخت کې يوه ټکي ته خاص پام وکړئ، په هېڅ کار کې له اندازې مخ ته مه ځئ، هر کار مو چې ډېر زيات وکړ نو پايله يې زيان دى.

 

ژباړه : منيب الرحمان رحماني