د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو برید شوی چې له امله یې ۴ سرتيري ټپیان شوي

ځايي امنيتي سرچينې ويلي، چې يو تن بريدګر پر عمومي سړک د پاکستاني پوځيانو پر یو نظامي موټر برید کړی دی، چې له امله يې څلور سرتیري ټپيان شوي چې په چورلکو کې روغتون ته ليږدول شوي دي.
روغتيايي سرچینو ویلي چې ددوو ټپيانو روغتيايي حالت د ا ندېښنې وړدی.