د خپلواکۍ په اړه د عبدالغفور لیوال لکچر

د روشنګرۍ په لړۍ کې څېړندوی عبدالغفور لېوال د خپلواکۍ په اړه یو لیکچر وړاندې کړی و، ژورنالیست او لیکوال نورولي سعید دغه لیکچر ثبت او لیکلی دی تاسو ته یې دلته خپروو.

هیله ده درته په زړه پورې وي!

موضوع: خپلواكي

استاد: څېړندوى عبدالغفور لېوال

خپلواكي څه ده؟

موږ خپلواك يو كه نه؟

كه نه يو مشكل په څه كې دى؟

دا كلمه ډېرو مفاهيمو لپاره كارول كېږي خو دا سمه نه ده، مثلا لږ تر لږه په انګرېزۍ كې ( فريډم، لېبرټي، اټانومي، سېلف ډيټرمنيشن هم خلك ورته وايي، تاسې فكر وكړئ پنځه يا شپږ مفاهيم د هغه څه لپاره دي چې موږ يې ټول په خپلواكۍ باندې معنا كوو، خو په اصل كې دا ټول بېله بېله معنا لري، تاسې ټول په انګليسي پوهېږئ، فريډم يو ډول ازادي ده چې استقلال تجربه كولى شي يعنې دا ځانګړي ډول ازادۍ ته وايي. د دې لپاره په عربۍ كې هم بيا د حريت او استقلال كلمات كارول كېږي چې دا ټول بېل بېلې معناوې لري.

د دې تر څنګ ځينې نور معادل كلمات لكه عدم وابستګي، خود اراديت او نور اصطلاحات هم ورته كارول كېږي، خو د پښتو كمال په دې كې دى چې د خپلواكۍ درې مورفيمه كلمه له ژورې معنا سره رامنځته كړې ده او په كلي لحاظ دغه د ټولو ژبو اصطلاحاتو ته اطلاق كوي، خو دا سمه هم نه ده چې دې ټولو ازاديو ته يې وكاروو.

خپلواكي يعنې څه:

تر ټولو ساده تعريف يې چې ډېر علمي پېچلې بڼه نه لري دا دى: (( خپلواكي د هغو پرېكړو د عملي كولو امكان دى چې يو فرد يا ټولنه يې په خپله اراده تر سره كوي.))

په دې پورته تعريف كې اراده شرط ده، يعنې كه يو فرد هره پرېكړه عملي كړاى شي او هېڅ بل فرد، جوړښت يا سازمان يې كړنې او اعمال، وينا او فكر محدود نه شي كړاى دې ته د فرد مطلقه خپلواكي وايي. خو څرنګه چې انسان يو ټولنيز موجود دى او نشي كولى مطلقه خپلواكي ولري، هغه د دې لپاره چې مطلقه خپلواكي د بل چا يا ټولنې د خپلواكۍ پولې ورماتوي، نو د همدې لپاره د افرادو او ټولنو د ازادۍ حدود د قانون په واسطه ټاكل كېږي. په دې معنا چې د خپلواكۍ هغه حدود چې د نورو د خپلواكۍ د حدودو د سلب ، د ګټو د زيانمنېدو مخه نيسي، قانون دى، البته د تاريخ په اوږدو كې دغه پولې كله د اخلاقو په وسيله او كله د عقيدوي او ديني احكامو په وسيله هم ټاكل كېږې او زيان رسوونكې ازادي محدودوي.

بشري تاريخ دا خبره په ياد لري چې اخلاقو، اخلاقي موازينو، اجتماعي قراردادونو (چې پرمختللى شكل يې همدا اوسني قوانين دي) او حتى ديني احكامو هم د ازاديو د پولو په ټاكلو كې ونډه درلودلې ده او د قانون عامه معنا هماغه ده.

خو په خاصه معنا قوانين نن هغه وضعي حكمونه دي چې مخكې تاسې ته هوډمن صيب په بشپړ توضيح كړي وو. اوس ازادي د همدغو قوانينو په حدودو كې د فرد لپاره تعريفېداى شي او مطلقه ازادي نشته.

هو ځېنې د ازادۍ د پېژندنې عالمان يوه عجيبه خبره كوي، دوى وايي كله كله د مطلقې ازادۍ حدود د مكان او زمان په تفاوت سره متفاوت دي، مثلا زه غواړم، يا انسان غواړي كله كله په خپل ټول قوت سره په زوره زوره چغې وكړي، هغه كه د خوشالۍ وي يا د هيجان وي خو بس زړه يې وغواړي، خو دغه چغه د بل سړي د سكون حق تلف كوي، نو ته دلته له دې كبله چې ستا څنګ كې ګاونډى ستاله دې كاره په تكليف كېږي، نو دا ستا لپاره مطلقه ازادي نه ده، خو په يو ځنګل او دښته كې ته بيا دا مطلقه ازادي لرې چې هر څومره تېزه كړيكه او چغه كول غواړې ويې كړې.

نو څرګندېږي چې د مطلقې ازادۍ حدود يو د قوانينو په وسيله د مكان او زمان په تفاوت سره تفاوت مومي او كله كله هغه ازادي چې په اروپا كې ليدل كېږي، دا ګورئ په افغانستان كې ازادي نه ده، دلته د زمان او مكان فرق دى، يا لكه په ۱۹ پېړۍ كې چې د ازادۍ څومره حدود وو اوس هغه ډېر پراخه دي، مثلا يو مثال يې دا دى چې په ۱۹ پېړۍ كې د همجنس ګرايي نوم چا اخستى واى، ګيوتين سر ترې پرې كاوه اما نن نيمه نړۍ د دې لپار مبارزه كوي او وايي دا زما د ازادۍ يوه برخه ده.

له دې نه معلومېږي چې زماني واټن هم د ازادۍ مفهوم او حدود بدلولى شي، نو ازادي د همدغو قانوني پولو په دننه كې د عمل، وينا او فكر اختيار او اراده ده چې د بل يا نورو خپلواكي زيانمنه نه كړي.

فردي ازادۍ هغه دي چې قوانين يې د بشري حقونو د نړيوالې ادارې پر بنسټ ټاكل شوي يا ټاكل كېږي، د بيان ازادي، اقتصادي فعاليت، مذهب، مېشتېدا، سياست او نور ډېر څه…چې تاسې يې د بشري حقونو اعلاميه كې په مراجعه كولو پيدا كولى شئ.

خو پوښتنه بايد وكړئ چې ما ولې وليكل چې د بشري حقونو د اعلاميې پر بنسټ يې قوانين جوړېږي ځكه له ټولنيزو ارزښتونو سره تفاوت لري، هغه څه چې د بشري حقونو په نړيواله ټولنې اعلاميه كې راغلي شايد په اسلامي د تطبيق وړ نه وي، په دې برخه كې بيا اسلامي ټولنه د اسلامي قوانينو په نظر كې نيولو سره بيا پولې ټاكي او فرد ته په دې حدودو كې ازادي وركوي.

خو مبادي او بنسټونه يې هماغه د بشري حقونو دي، اوس كه څوك فكر كوي دا قوانين خو د فرانسې له انقلاب څخه راوروسته مطرح شول نو دا بيا څه اهميت لري؟ خو داسې نه ده ځكه د بشري حقونو منطق ډېر زوړ دى، تاسې پوهېږۍ چې ويل كېږي د بشر د حقونو اعلاميه لومړى ځل ايراني پاچا كوروش ليكلې وه، دا اثر يې اوس هم شته دى تاسې هم شايد ليدلى وي، په هغې كې انساني حقوق تعريف شوي او وضع شوي دي، مثلا د دريم رامسس په زمان كې چې د لمر پرستۍ نوى باب پيل شو، ځينې نوي احكام يې وضع كړل چې په كې بشري حقونه مطرح شوي وو.

يا تاسې به خبر ياست چې د خپلواكۍ لپاره معقوله مبارزه د سپارتاكوس لخوا راپيل شوه، هغه د لومړي ځل لپاره د خپلواكۍ حدود مشخصوي، يعنې يوازې مبارزه نه كوي بلكې دى يو ډول اصول وضع كوي او وايي زه له اربابانو سره د دې لپاره نه جنګېږم چې د دوى له منځه وړل غواړم، خو زما جنګ د دې لپاره دى چې دا ټول برده داران موږ ته د انسان په سترګه وګوري. دا تقريبا د ۲۷۰۰ كلونو پخوانۍ كيسه ده.

نو ويلى شو چې د فردي او ټولنيزې خپلواكۍ حدود ډېر زاړه دي، تاسې وګورئ د اسلام د مبين دين په راتګ سره د يو شمېر خپلواكيو يو نوى باب وضع شو، لكه د ژوند حق

اسلام په دې اړه د لومړي ځل لپاره وايي، كله چې نجلۍ زېږي، هغه ژوندۍ په خاورو مه منډئ بلكې هغه د ژوند كولو حق لري او دا د خپلواكۍ يوه برخه ده يا كه ځير شو هغه وخت كې د سفر د مصؤنيت حقوق هم په لومړي ځل رامنځته شول، يعنې اسلام د سفر د خپلواكۍ تر څنګ ډېر نور د خپلواكۍ اصول هم وضع كړل.

دا خبرې د دې لپاره كوم چې د خپلواكۍ اصول دانسان له پېدايښت سره سم رامنځته شوي او ترننه په ډېرو مدارجو پوخ شوى او دې حد ته رارسېدلى، يعنې د زمان په تېرېدو انساني خپلواكۍ هم د فردي او هم د جمعي لپاره فكرونه ويلي كړي، خلكو ورته كار كړى او د خپلواكۍ مفهوم يې رامنځته كړى دى.

فردي خپلواكي

دا خبره به بيا وكړو چې فردي خپلواكي هغه ده چې يو انسان يې د قوانينو پر اساس حق لري.

سياسي خپلواكي يا استقلال

له خپلواكۍ نه زموږ اصلي هدف همد دا دى، دا خپلواكي په يو هېواد او يوې ټولنې پورې اړه لري.

وايي چې د ملي حاكميت اعمال، سياسي خپلواكي، د زمكنۍ بشپړتيا ساتنه امنيتي خپلواكي ده، دا پخوا ټول د يوې خپلواكۍ تر عنوان لاندې راوستل كېدل، خو اوس دا برخې سره پرې شوي دي، سياسي خپلواكي، امنيتي خپلواكي او اقتصادي خپلواكي بېل بېل نومونه دي.

اوس دا پورتني درې مفاهيم سره بېل بېل او جلا دي، د ملي حاكميت اعمال سياسي خپلواكي

او د زمكنۍ بشپړتيا ساتنه امنيتي خپلواكي ده، خو دا دواړه د اقتصادي خپلواكۍ تر اغېز لاندې دي.

د اقتصاد د نړيوال منطق پر بنسټ، چې وايي اقتصاد ګلوبلايز شوى دى په دې معنا چې وايي د اقتصاد د نړيوال منطق پر بنسټ، اقتصادي اړيكې له اقتصادي تجرد څخه خلاصون دى، دا هېڅكله د اقتصادي خپلواكۍ د له منځته تللو په معنا نه ده، هدف دا دى چې كله تاسې يو توليد رامنځته كوئ او د مثال په ډول په تاجكستان كې د هغې لپاره بازار پيدا كولو ته احتياج لرئ، يا په لنډ ډول به يې درته ووايم لكه دا كوكا كولا چې په افغانستان كې نجيب ذراب توليد كړې ده، خو دا اړتيا هم لري چې د تاجكستان په بازار كې هم اخستونكي پيدا كړي يا يې خرڅه كړي، نو دا په دې معنا نه ده چې د تاجكستان بازار زموږ اقتصادي خپلواكي رامحدوده كړې ده، بلكې دا په دې معنا ده چې موږ د تجرد يا لريوالي څخه په دې توګه خلاصېږو، او په دې اقتصادي برخه كې اراده او اختيار هم زموږ خپل دى.

نو د دې لپاره چې دا دواړه سره ګډ نه شي، موږ هم غواړو چې د

اقتصادي خپلواكۍ په اهميت خبرې وكړو:

اقتصادي خپلواكي

اقتصادي خپلواكي له سرچينو څخه د كار اخستنې اراده او توان دى، په سياسي خپلواكۍ كې دوه شيان سلبېږي چې يو ته يې استعمار او بل ته يې استثمار وايو، يا د رفيع صيب په خبره ښكېلاك او زبېښاك هم ورته وايي.

د دې دواړو منطق اقتصادي دى، استعمار په عربي كې طلب د تعمير كولو په معنا دى او استثمار د ثمر اخستلو د تلاش په معنا دى، خو د دې دواړو بنسټ اقتصادي دى، يعنې هېڅ ډول استعمار او استثمار تاسو نه شئ پېژندلى چې د هغې بنسټ اقتصادي نه وي.

نو د دې لپاره د استعمار او استثمار چون منطق اقتصادي دى، د استقلال او او خپلواكۍ منطق هم اقتصادي دى په دې معنا چې له اقتصادي خپلواكۍ پرته سياسي او امنيتي استقلال وجود نه لري. تر هغو چې له اقتصادي لحاظه تاسو خپلواك نه شئ نه به له امنيتي پلوه خپلواك پاتې شئ او نه له سياسي پلوه. اوس چې هر څومره خلك ووژنئ، هر څومره ټانګونه په دې خلكو وخېژوئ، څومره چې زور ووهئ او غرو ته وخېژئ او هر څومره چې انتحاري بريدونه وكړئ چې موږ خپلواكي ګټو، خو تر هغې چې له اقتصادي احتياجه خلاص نه شئ استقلال نه شئ تر لاسه كولاى.

اوس راځو دې ته وايي له اقتصادي خپلواكۍ پرته سياسي او امنيتي خپلواكي نشته، احتياج تر ټولو لويه غلامي ده، لوږه انسان د خپل استقلال غږ ته نه پرېږدي، ځكه هغه د خپلې لوږې غلام دى، د تاريخ په اوږدو كې له خپلواكۍ څخه زموږ تعبير او پېژاند ناسم دى، ګورئ موږ كيسې ډېرې اورېدلې دي چې مرګ دې وي خو په ازادۍ كې دې وي، خو كه ځير شو دا ازادي خو د ځان او ژوند لپاره يو ارزښت دى، چون دلته دوه امفهومه سره ګډ شوي دي، غواړم دې ته ستاسې پام ښه په غور راوګرځوم، استقلال ګټل يو ارزښت دى، د دې ارزښت لپاره كه څه هم سړى مړ شي دا يوه فدا كاري ده او دا يوه لويه حماسه ده خو كه ځير شو اصلي ارزښت خو استقلال دى، دغه مرګ نه دى، يا په بله معنا اصلي ارزښت استقلال دى چې د هغې لپاره مرګ پېښېږي، موږ كله كله دغه فرعي ارزښت په اصلي ارزښت بدل كړى دى او اصلي ارزښت رانه هېر شوى دى، موږ د تاريخ په اوږدو كې ټول عمر داستقلال لپاره وژل شوي يوو، خو استقلال مو په سترګو نه دى ليدلى، نه مو ترلاسه كړى، نه مو لمس كړى او نه مو ساتلى دى، اوس دې ټكي ته راځو چې :

د تاريخ په اوږدو كې له خپلواكۍ سره زموږ تعبير او پېژاند ناسم و، موږ فكر كاوه چې د جګړې په ميدان كې د دښمن ماتول د ازادۍ په معنا دي، حال دا چې د ازادۍ جګړه په ازادي نه ده، بلكې د خپلواكۍ لپاره د هڅو يوه برخه ده، اوس زموږ دوه سوه كاله كېږي چې د ازادۍ لپاره جنګېږو، له انګرېزانو سره وجنګېدو چې ازادي به واخلو، له رنجيت سنګ سره وجنګېدو چې ازادي به واخلو، بيا له روسانو سره وجنګېدو، بيا له پاكستانيانو سره وجنګېدو او اوس هم لا جنګ روان دى، چې له امريكايانو ازادي واخلو، خو كه بېرته مرور پرې وكړو په دې تېرو دوه سوله كلونو كې موږ هېڅ ډول استقلال نه دى لرلى، هيڅ مستقل هېواد نه وو، يعنې زموږ ټول عمر د ازادۍ لپاره په جنګ كې تېر شو، دا ولې ځكه چې موږ د استقلال د اخستلو او ساتلو شعور نه لرو، ما ولې دا موضوع نن د درس لپاره انتخاب كړه، دا د دې لپاره چې دا شعور مهم دى، كه موږ د استقلال د ګټلو او ساتلو شعور پيدا كړ او خلكو ته مو هم انتقال كړ نو موږ به يو واقعي ملي فكري انقلاب راوستى وي،

خپلواكي يعنې څه؟

اوس چې وايو موږ ۲ سوه كلونه د خپلواكۍ لپاره وجنګېدو خو تر اوسه هېڅ ډول خپلواكي نه لرو، د دې لپاره بايد تر هر څه لومړى خپلواكي وپېژنو، د خپلواكۍ ابزار وپېژنو او نورو ته يې راوړو، خپلواكي د ځان ماهيت ټاكل دي، ايكسزنسالېستان په دې باور دي چې خپلواكي بل شى نه دى ازادي د خپل ځان د ماهيت ټاكنه ده، په دې برخه كې لږ فلسفې ته هم سر ورښكاره كوو، خو دومره نه چې تاسو ته سخته تمامه شي، بيا د دې لپاره چې د خپل استقلال ماهيت وپېژنو بېرته خپل بحث ته راځو.

اكسزنسالېستان وايي، دا سمه ده چې موږ كه تصميم ونيسو، چې دغه غر د مثال په توګه اسمايي غر له دې ځايه ميدان ښار ته يوسو، نو دا خو نه شو كولى، ځكه زموږ ماهيت داسې نه دى چې دا كار تر سره كړو، موږ د دې په مقابل كې مجبور يوو او مختار نه يوو، دا غر زه يا موږ ميدان ښار ته نه شو وړاى، مګر زه بايد دا خپل ماهيت بايد داسې وټاكم، چې د دې غره د انتقال ابزار رامنځته كړم، يو وروستى خبر ما واورېد چې د مكې معظمې ښار د دې لپاره چې پراخ شي (چون هلته ځاى ډېر نه و) د هغه ځاى ټول غرونه او وړې وړې غونډۍ يې ټولې تراشلې دي اوس په همغو ځايونو كې مسكوني هوټلونه او تعميرات جوړ شوي دي حتى خلكو اعتراض هم وكړ چې د جبل عمير په نامه غر بايد ونه نړول شي، له دې پرته د حرا غار او نور غرونه نه نه دي بې ځايه شوي ځكه د دې تقدس خو ټولو ته معلوم دى.

دا مې په دې خاطر وويل چې انسان دا مهال د دې وړتيا پيدا كړې ده، چې واړه غرونه لږ تر لږه انتقال كړي، له دې نه هدف دا دى چې انسان خپل ماهيت په خپله ټاكي، د همدې لپاره هايديګ، كياركاګو د اكزسناليزم ډېر ښه مفسر ژان فرسارتر ډېرې ليكنې لري او د سارتر يوه ليكنه ده چې وايي: (( كه له موره زېږېدلى فلج د فوټبال قهرمان نه شي نو مسوول په خپله دى.))

يعنې تر هماغه حده ته بايد خپل ماهيت پياوړى كړې چې ( يس وي كين) دا خبره اوباما ډېره وكاروله خو دا كومه نوې خبره نه ده، بلكې ډېره زړه ده، كله چې انسان خپل ماهيت ټاكي ځانته وايي چې (هو زه يې كولى شم يا هو موږ يې كولى شو).

د خپلواكۍ مسئله هم له دغه ځايه پيلېږي، خو ته بايد وسايل، امكانات او تاريخي حدودو صغور رامنځته كړاى شې.

د خپلواكۍ ابزار څه دي؟

د خپلواكۍ ابزار د خپلواكۍ شعور او اراده ده، شعور هغه پوهه ده چې ته د هغې پر بنسټ خپلواكي غواړې او غواړې چې ويې ساتې، د خپلواكۍ د ساتلو ملي ځواك ته اړتيا ده، ځكه موږ په ملي استقلال خبره كوو نه په فردي هغه.

ملي ځواكونه بايد د يو شعور له مخې استقلال وساتي، له خپلواكۍ څخه د ټولنې د غړيو د انساني ژوند د شرايطو د ښه والي لپاره د كار اخستل.

اوس پوښتنه دا ده چې خپلواكي په خپل ذات كې هدف دى او كه وسيله ده؟ زه يې درته وايم دا يوه وسيله ده د يو ښه ژوند لپاره، خو موږ دا وسيله ټول عمر دهدف په توګه ځانته منلې ده، د استقلال لپاره چې په كاغذ امضا وكړو نو بيا ولاړ شو او قرار په ځان څادر راكش كړو او ويده شو، بيا په سبا بل سبا هله رابيدارېږو چې خپلواكي مو بيا تر سوال لاندې راغلې وي.

تاسو ګورئ موږ چې د امان الله خان غازي استقلال په كاغذ كې وګاټه، درې ورځې وروسته مو بېرته له لاسه وركړ، د دې له امله چې انګرېز په نوې جامه كې راننوت او انګرېز تر نن ورځې پورې دلته شته، انګرېز نن دلته په دې هوا كې تجزيه شوى دى، د يو شيطان په څېر دى او موږ يې نه وينو، ځكه موږ باور لرو چې ابليس شته، دا انګرېز هم دغسې يو مثال لري، همدا اوس هم دلته شته، همدغه نن هم زما او ستا په جيب كې د هغه پيسه پرته ده او همدغه نن هم زما او ستا په موټر كې د هغه تېل سوځي، خو دا ګورئ د خداى د رضا لپاره نه دي، دا استثمار او استعمار يوه برخه ده، په همدغه ځاى كې موږ وايو چې موږ نه يو مستقل شوي او هېڅكله موږ مستقل نه وو، د همدې لپاره وايو چې خپلواكي يوه وسيله ده د ټولنې د وګړو د انساني ژوند د شرايطو د ښه والي لپاره چې دا په كې ممكنه وي.

تاسو به خبرياست چې هندوستان د خپلواكۍ لپاره دوه قهرمانان لري(كه څه هم هغه ټول بهير د دوى لپاره قهرمانان دي او نور هم ډېر دي) چې ګاندي او جواهر لال نهرو، د نهرو كمال په دې كې و چې د ګاندي په وسيله ګټلې خپلواكي يې وساتله او د هغې لپاره يې ميكانېزمونه رامنځته كړل، د هندوستان ولس يې د دې وړ كړ چې خپله ګټلې خپلواكي وساتي، خپله ډوډۍ پيدا كړي، خپل لونګ ولري، د خپلې اوزې شيدې وڅښي، خو نن ورځ ورځ چې د نړۍ دوهم پرمختللى اقتصادي قوت شي دي ګريټ اف ډيموكراسي اف د ورلډ شي او په اسيا كې د يو سوپر پاور په حيث راڅرګند شي، موږ تر هنديانو ډېر پخوا ازادي ګټلې وه، خو موږ ونه ساتلى شوه، ساتل يې دا وو چې د امان الله خان ريفورمونه او اصلاحات په معقول او منطقي ډول نه په ډېر عجولانه او افراطي ډول روان واى، فابريكه مو درلودلى، زراعت مو پرمختګ كړى واى، خپل منابع مو په خپله كارولى واى بيا به ايران له ماسره د هلمند په اوبو باندې دعوا نه كوله، پاكستان به د كابل او كونړ په اوبو دعوا نه كوله، ځكه چې دا به زموږ منابع واى او د دې زور به مو درلود چې ويې كاروو، اوس خو چې يوه كوزه اوبه له كونړ سينده راواخلې دلته ننګرهار درته په يو بم ګډ وډ كړي، دا په دې معنا چې ته مستقل نه يې، ته د خپلو اوبو اختيار نه لرې او دې ته خوشاله يې چې هر كال استقلال تجليل كړې، خو حال دا چې د خپل سيند د اوبو اختيار او واك هم درسره نه شته، ايا دا د خندا وړ نه ده؟؟

ما په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۳ كلونو كې له ازادۍ راډيو سره كار كاوه، په دغه كال هم د استقلال ورځ غازي سټيډيوم كې نمانځل كېده، زه هم له مايك او ميكرافون سره ورغلم تر څو رپوت او ګزارش يې واخلم، په لاره كې له تالاشي كوونكو سپيو سره عسكر ولاړ وو، خو د دغه عسكرو په مټ باندې د انګلستان بيرغ و، ما ته يې وويل چېرته ځې، ما ورته په ماته ګوډه ژبه وويل چې زه غواړم د دې جشن ګزارش واخلم، ماته يې ويل پوهېږې چې څه خبره ده؟ ځواب مې وركړ چې له تاسو نه د استقلال ورځ تجليلوو او ته مې لا بيا هم تالاشي كوې، ته د تاريخ طنز ته وګوره چې بيا مې په سر له ټوپك سره ولاړ يې او زه ځم چې له ستا نه داستقلال اخستلو ورځ تجليل كړم.

يعنې موږ مستقل نه يوو او نه وو، ځكه موږ د استقلال ابزار نه وو پېژندلي، سياسي استقلال مو ډېر ژر بېرته له لاسه وركړ، ځكه زموږ دا سياسي او امنيتي استقلال د اقتصادي استقلال پر بنسټ نه و ولاړ.

له ټولنيزې خپلواكۍ څخه د فردي خپلواكۍ لپاره د ګټې اخستنې هڅه

دا لېبرلايزېشن چې موږ ورته وايو، يعنې لېبرال حقوق چې له فرد نه شروع كېږي، وايي چې كه ټولنيزه خپلواكي وي او سياسي هم نو په داسې محيط كې بيا ته خپلې فردي خپلواكۍ ته مبارزه كولى شې، ځكه دلته ستا هويت مستقل دى، د يو افغان په حيث چې مستقل هېواد لرم، بنا پر دې چې هويت لرم او بنا پر دې غواړم چې په همدغه خپل مستقل هېواد كې د سفر حق ولرم، د ژوند حق ولرم اوهغه ټول حقونه بايد ولرم چې يو انسان يې بايد ولري. خو كه زه د ايران تر استعمار او استثمار لاندې له يوې خوا او د پاكستان تر غلامۍ بل خوا، دغه راز ۴۵ هېوادونه راسره په څنګ كې له ټوپكو سره پراته وي، بيا خو زه د يو فرد په توګه چون له يو محيط نه وړاندې د فردي استقلال غږ نه شم كولى.

زه ګورم چې خلك وايي په تېرو لسو كلونو كې موږ د بيان ازادي درلوده، ماته خندا راشي، چې ستا يوه رسنۍ د پيسو له نظره مستقله نه ده، كومه ده د بيان ازادي؟؟ د بيان د ازادۍ د ازادۍ لپاره لومړى شرط دا دى چې جيب به يې ازاد وي، خو تاته چې يو څوك پيسې دركوي هغه به حتما په تاباندې يو شرط ږدي، دلته ستا ازادي سلب شوه، يعنې په ډاګه ويلى شم چې موږ په تېرو لسو كلونو كې د بيان ازادي نه درلوده، ځكه چې موږ ته پيسې يا اروپايي كمسيون او ټولنې راكولې، يا يوايسايډي راكولې او بل بل بل چا… هغه وخت به زما رسنۍ ازاده وه چې زه يوه ورځپاڼه چاپ كړم، يو افغان پرې يو پنځه افغانۍ وركړي او دا پيسې راشي او زه بل پرې چاپ كړم او بيا دا تصميم هم ونيسم چې د همغه افغان لپاره څه ډول نشرات وكړم؟

زموږ او ستاسې پنځه شپږ اخبارونه هر سهار په مشهد كې ډيزاينېږي او دلته فقط له ماشينه وځي، يو درې اخبارونو ته له لاهور او راولپنډۍ نه حكم وركول كېږي او څلور پنځه مو له اسراييلو امريكا او نورو لخوا چلېږي، ايا همدا د بيان ازادي ده؟

تاسو په دې لسو كلونو كې درايو په اساس له كمو استثناعاتو پرته چې يوه يې د بشردوست ده او هغه د خلكو په رايه ولسي جرګې ته تللى دى، ايا له دې پرته تاسې په ايمان وواياست چې د پارلمان او جمهوري رياست په ټاكنو كې مو د خپلې رايې ارزښت ليدلى دى؟ اوس د رايې خپلواكي كومه ده؟ يوازې څو كسان دي، چې په خپلو پيسو او زور او ټوپك په وسيله د خلكو سرنوشت داسې ټاكي چې د ده د زړه غوښتنه وي.

په دې اخر كې د خپلواكۍ په ابزارو كې حق، قانون او عدالت درې دانې بېلابېل مفاهيم هم راځي او دا په خپلو كې سخت سره تړلي دي.

د خپلواكۍ ګټل مهم دي او كه يې ساتل؟

زه به په دې اړه درته دومره ووايم چې د خپلواكۍ تر ګټلو د خپلواكۍ ساتل مهم دي، زما اصلي تېزس دا دى چې موږ دوه سوه كاله خپلواكۍ لپاره په غلطه لګيا وو او اوس دا دوه سوه كلن عادت بايد بدل كړو، ټولې هغه قربانۍ مو چې وركړي في نفسه محترمې او د احترام وړ دي، مګر ثمر يې څه شى دى؟ د داسې يوې خپلواكۍ لپاره چې هېڅ نشته، نورې به څومره قربانۍ وركوو؟

موږ بايد خپل طرز تفكر بدل كړو، د خپلواكۍ په اړه د خپلو خلكو شعور نوى كړو چې وروره خپلواكي نه ده چې ټول عمر په دې پورته غره كې ناست يې او ډزې كوې، زموږ يو دوست حاجي حسام دى، د افغانستان په خپلواكۍ كې تر لسو قول اردوګانو څخه ډېر اغېزمن دى، نن وخت هګۍ له خارجه نه راځي، دى يې په جلال اباد كې توليدوي او موږ يې دلته خورو، د هګيو له نظره موږ دا مهال استقلال اخستى دى، صرف د چرګې د هګيو په برخه كې موږ مستقل شوي يو، كېداى شي سبا بل سبا د جوسو له نظره هم موږ مستقل شو، يعنې څومره چې له اقتصادي احتياج سره زموږ وابستګي كمېږي، همغومره امنيتي اوسياسي خپلواكي لاسته راځي.

داسې يو منظم او متشكل طرز تفكر ته اړتيا ده چې مبارزه ورته وشي او په نتيجه كې يې موږ اصلي خپلواكۍ ته چې هغه اقتصادي خپلواكي ده ور ورسېږو.

زموږ د بحث اصلي موضوع دا ده، چې داسې يوه ملي مبارزه چې په نتيجه كې يې موږ د خپلواكۍ اصلي بنسټ (اقتصادي خپلواكي) لاسته راوړو، د خپلواكۍ اصلي بنسټ اصلا شعور دى، ملي خپلواكي هغه ده چې ټول د هغې له بركته خپل حكومت جوړ كړاى شي، خپل فردي حقونه په كې تسجيل كړاى شي، خپل اقتصادي فعاليت په كې ولري او له احتياجه په كې خلاص شي.

دا ملي خپلواكي ده او موږ د دې لپاره هېڅ ډول مبارزه نه ده كړې، موږ چې شين سترګى انګرېز او سور روسى له خاورې شړلى يا ورك شوى، فكر مو كړى چې والله موږ مستقل شوو. حال دا چې هغه په بله جامه بېرته دې خاورې ته راننوتى دى او تر پخوا څو چنده محكم.

يوه بله خبره دا چې دا مهال استعمار نوى شوى دى، له منځه نه دى تللى، هر څوك چې فكر كوي، د انګلستان د امپراتورۍ له سقوط سره چې د ډېرو په وينا لمر يې په امپراتورۍ كې نه پرېوت خو موږ مات كړ او له هغې وروسته همداسې مات مات شو او اوس دا فكر كوي چې استعمار يې له منځه تللى دى او كلونيالېزم نه شته، خو په دې كې دا خلك تېروتي دي، استعمار اوس هم په خپل خاص قوت سره شته، بلكې لا نوى شوى او لا خطرناك شوى دى، ځكه پېژندل يې سخت دي، زما تېزس نن دا و چې موږ بايد نوى استعمار وپېژنو، له نوي استعمار سره د مبارزې ابزار وپېژنو او په دې وسيله حقيقي خپلواكۍ ته ځان ورسوو.

پوښتنه: …………

ځواب: ما مخكې د احتياج خبره وكړه، يوه ورځ ما له ځانه سره فكر كاوه ، يوازې زما د بدن غوښه او هډوكي زما وو، باقي جامې، ساعت، څپلۍ، څادر، موبايل، قلم او هر شى د بل ځاى و، يعنې زما هويت پردى دى، كه زه ووايم چې پردى احتياج نور نه منم، نو لوڅ به ګرځم، ګاندي ولې لوڅ ګرځېد؟ داسې نه وه چې جامې يې نه لرلې، هغه خلكو ته دا ښودله چې اى خلكو ستاسې حقيقي حال دا دى، لونګ يې چې په ځان پورې تاړه دا هغه خپله اوبدلى و، هغه به ويل زه فقط دومره كولى شم چې خپل ستر پټ كړم او خلاص، موږ كه له احتياجه خلاصېږو اول به خود كفايي ته رسېږو، خپل غنم خپله ګېده، خپله پنبه او خپله بستره، موږ پخوا د كتان بافۍ فابريكه لرله او نيم افغانستان ته يې كتان وركاوه، د خپلواكۍ منطق همدا دى، چې په مرغوبيت پسې به نه ګرځې، ډېر بې كيفيته شى دې وي خو چې خپل وي، ته په خپلو پښو ودرېداى شې ځكه چې هر څوك موږ ته يو دانه پاپړ او پوكانۍ رالېږي هماغه اندازه سياسي ګټې هم راڅخه وړي، همدا اوس چې موږ له پاكستان سره نېغېداى نه شو يو علت يې هم دا دى چې هر څه يې درباندې بند كړل ته په خپله مرې هېڅ توپ او ټوپك ته اړتيا نشته، يو اوړه يې چې درباندې بند كړل نو نور خوار افغانه ته مړ يې، خود كفايي او بيا وروسته له هغې نه صادرولو او د اقتصاد د پراختيا هڅې ډېرې ضروري دي، زموږ اول ټارګټ بايد دا وي، چې خپل احتياج بايد له خپله هېواده پوره كړو او د دې لپاره منابع په كار واچوو، په دې اړه ما تېر ځل هم بحث كړى و،چې افغانستان د خپلو دېرش مليونو نفوسو احتياجونه د منابعو له لارې پوره كولى شي مګر يوازې دا چې فكر پرې وشي، خو متاسفانه زموږ د حكومتدارۍ فكر لا خپلواك نه دى، دا اوس چې په زري موټرو كې ګرځي، دوى ته كه ووايې اقتصاد به څنګه شي؟ ځواب يې ا وي چې موږ په دې اړه پروپوزل ليكلى معلومه به شي چې امريكا څومره كومك كوي؟

زموږ ذهني غلامي له همدې ځايه شروع كېږي، دوى هېڅ په دې فكر نه كوي چې په هلمند كې څو زره هكټاره زمكه د كر وړ ده، خو فقط د هلمند د سيند نه يوازې يو نهر غواړي، له دې وروسته به په مليونونه ټنه غنم وركړي او بيا يوسايډي ته د پروپوزل ليكلو اړتيا نه پيدا كېږي. خو موږ ذهني غلامان يوو، فكر كوو چې دا وطن موږ ته ډوډۍ نه شي راكولى، موږ ته تعليم نه شي راكولى شي، دا وطن موږ ته حق راكولى شي، ښه اراده راكولى شي او اراده د خپلواكۍ بنسټ دى.

محمديار: دا دوه سوه كاله موږ د خپلواكۍ لپاره جګړه كوو او قربانۍ وركوو خو په دې دوه سوه كلونو كې مو يو د نهرو په څېر ساتونكى ولې پيدا نه كړ؟

ځواب: زموږ او د هندوستان د ټولنې يو تفاوت دا دى چې نوي استعمار يوه عجيبه وسله ورته كاروله دا په ټولو اسلامي هېوادونو كې چلېدله خو دا مهال يوازې په افغانستان كې چلېږي. دلته چې هر نهرو راپيدا شوى او د افغانستان له امكاناتو څخه خلكو ته د ډوډۍ وركولو اراده كړې د استعمار ځينو نماينده ګانو پرې د تكفير ټاپه لګولې ده.

تر ټولو لوى جنګ چې موږ سره شوى هغه دكفر په نامه دى، هر استقلال غوښتونكى دلته د كافر په نامه ياد شوى، په دې لړ كې چې تر ټولو لوى استقلال غوښتونكى امان الله شاه غازي و هغه تر ټولو لوى كافر بلل شوى، دا حربه په نورو هېوادونو كې دا مهال له كاره غورځېدلې ده، صرف په افغانستان كې كار كوي، هر روښانفكري جريان، هر نجات راوستونكى اقدام دلته ډېر په اسانه د كفر په ټاپه تورېږي، ځكه چې استعمار او د استعمار زريو ته دلته عرصه خالي وي، كه بل يو څوك هم نه وي همدا اوس شل يا پنځوس مليونران چې دا اوس په واك سپاره دي خو كه تا له پښو غورځول وغواړي د تكفير ټاپه درباندې لګوي.

ځكه چې ته د ده ګټو ته خطر يې او د ده د بادار ګټو ته خطر يې، دلته د زرګونه نهرو په څېر كسانو د راتګ امكان و خو چې دا د تكفير ټاپه يې په وړاندې نه واى، تر څو چې د استثمار دا حربه له كاره ونه لوېږي، له كه نورو اسلامي ټولنو كې چې غورځېدلې ده، هلته دين شته، ايمان شته، د قران قانون شته خو داسې خود غرضه استثماريانو ته په كې ځاى نه شته.

محمديار: زموږ چاره به څه وي؟

ځواب: همدا چې د ويښتيا او روښانتيا پړاو څه شي ته وايي خو همدې ته وايي كنه.

محمديار: ايا دا د خپلواكۍ ابزار كېدلى شي؟

ځواب: ولې نه دا يې تر ټولو اصلي ابزار دي څو خلك د خپلواكۍ په ارزښت پوى شي، ټوپك او وسله نور ابزار نه دي، ځكه استثمار نور په جنګ نه راننوځي.