د خپلو تېروتنو له امله بښنه وغواړئ

لیکنه :  حمیدالله حمیدي

۱- د نورو خلکو د عکس العمل وړاندوینه مخکې له مخکې وکړئ

کله چې غواړی په یوه اداره کې دنده پیل کړی، د همکارانو د غبرګون وړاندوینه مو مخکې له مخکې وکړی، په دې ډول سره کولای شی له کار کولو وروسته د هغوی له نیوکو سره جوړ جاړی وکړی.

۲- ځان مو د غوسې او حساساتو د کنټرول کولو لپاره چمتو کړئ

کله چې غواړی خبرې وکړی، ځان مو د هر ډول پوښتنې او نیوکې لپاره چمتو کړی. په دې ډول سره کله چې د نورو له نیوکې سره مخ کېږی، خپله ارامي به مو ساتلې وي او په ډېره اسانۍ سره به مو د منتقد کس ځواب ویلی وي.

۳- خپل احترام مو وساتئ

هېڅکله هم نورو ته بې احترامي مه کوئ، ان که تاسو په حقه هم یاست. حق نوم د خدای دی، حق تل حقدار ته رسېږي او لمر هېڅکله هم پر دوو ګوتو نه پټېږي.

۴- د خپلو تېروتنو له کبله مو بښنه وغواړئ

له دې سره سره چې بد نیت مو نه درلود، خو د غوسې له کبله د یوې کاري جلسې پرېښودل یوه ناوړه کړنه ده او کېدای شي د جلسې پرېښودل مو د دې لامل شوي وي چې یو چا ته مو بې احترامي کړې وي، له هغوی څخه بښنه وغواړئ.

لازمه نه ده چې د خپلې غوسې په اړه توضيحات ورکړئ. یوازې دومره ووایاست: «زما کړنه د منلو وړ نه وه، زه بښنه غواړم!» دا تر ټولو ښه او لویه خبره ده چې ستاسو دغه کړنه څوک معاف کړي. په یاد ولرئ چې د خپلو تېروتنو په اړه بښنه وغواړئ او د نورو بښنه هم د سر په سترګو ومنئ، تر څو د زړه سکون ترلاسه کړئ.