د خپل ځان پر وړاندې مو ريښتيني واوسئ!

هېر نه کړئ د هغه څه په اړه په کوم، چې تاسو ډېر فکر کوئ نو په پایله کې به همغه څیز ته بدلون ومومئ. بریالي او خوښ کسان هره ورځ په خپلو ارزښتونو او په دې اړه فکر کوي، چې په ژوند کې څه ډول په خپلو ارزښتونو ډېر فکر وکړي. وروسته هغه ارزښتمنه پایله، چې لاس ته راځي هغه دا ده، چې په خپل ژوند کې هر څومره خپل ډېر ارزښتونه مراعات کړو په همغه کچه به خوښ، روغ، بریالي، مثبت فکره او بشپړه انرژي درلودونکي واوسو.

د خپل ځان پر وړاندې مو ريښتيني واوسئ!

شونې ده، چې له ټولو ارزښتونو څخه غوره او ښه ځای د ريښتينولي ارزښت ولري. یوه میلیاردر وویل«ريښتينولي پخپله چندان مهم ارزښت نه دی، اما هغه ډول ارزښت دی، چې د نورو ټولو ارزښتونو ضمانت کوي».

نوموړي یوه ډېر غوره ټکي ته اشاره وکړه: هر وخت له خپل ځان سره ژمنه وکړئ ترڅو په خپل ژوند کې د ريښتيولۍ ارزښتونه مراعات کړئ. ستاسو د ريښتينولۍ کچه دا څرګندوي، چې آیا ستاسو هغه ژمنه کومه مو، چې له ځان سره کړې له هغې سره به پاتې شئ او که نه. هرڅومره، چې له ځان سره مو ريښتيني وئ نو له هغې څخه به په ډېره کچه خپل ژوند له خپلو لوړو ارزښتونو سره اړوند کړئ. او هرڅه، چې د همدې ريښتينولۍ په لوړه کچه کې شتون ولري هغه که په هر کار کې وي، نو د ښه احساس، خوښۍ او بریا ورکوونکی به وي.

بریالي وګړي ټول له ريښتينولۍ څخه ډک دي.

هغه کسان کوم، چې نابریالي دي د هغو د ريښتيولۍ کچه کمه وي.

بریالي وګړي خپل تر ټولو لوړ ارزښتونه په خپل ژوند کې د دوی په خپل ورځني کار پورې اړوندوي.

همدا نن داسې پرېکړه وکړئ تر څو یو تر ټولو غوره انسان واوسئ. له ځان سره مو ژمنه وکړئ، چې هېڅکله به هم دروغ نه وایئ. د ژوند په هره برخه خپل ارزښتونه وکاروئ.

خپل ارزښتونه مو یو ځای کې درسره یادښت یا ولیکئ تر څو هېڅکله مو هم له یاد څخه لاړ نه شي.

ژباړه: محمد اکبر حقمل