یکشنبه , 28 اپریل 2024

‏د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې یوې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي دي

د ماموند د پولیسو مرستیال ویلي، چې يو موټر د ريموټ کنټرول بم په وسيله په نښه شوى دى. هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
‏دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د خیبرپښتونخوا په دوو جلا بریدونو کې پنځه پولیس ووژل شول او د نهو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شول.