د داعش خراسان څانګې مشر له ۲۰ وسله والو سره نیول شوی دی

د افغانستان ملي امنیت وايي، د داعش خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی، چې په اسلم فاروقي مشهور دی؛ له ۲۰ تنه داعش وسله والو سره یې نیولی دی. ملي امنیت زیاتوي، یاد کسان د ځانګړو ځواکونو له خوا په یوه سوېلي ولایت کې نیول شوي، چې نیول شویو کې د داعش دوه نور قومندانان هم شامل دي؛ خو د نیول شویو کسانو په اړه یې نور څه نه دي ویلي.