د ولسې جرګې اداري پلاوی وایي، داعش غواړي د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ ځای پر ځای کړي.
د جرګې لومړی مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر وایي، چې حکومت د داعش د فعالیتونه په اړه بې تفاوته دی؛ خو د ملي دفاع وزارت وایي چې داعش ډلې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او اجازه به ورنه کړي چې خپل پلانونه په افغانستان کې عملي کړي.
دا چې د ولسې جرګې اداري پلاوي وروستۍ اندیښنې به څومره پر ځای وي؟
په همدې اړه زموږ خبریال ذبیح الله شینواري د سیاسي مسایلو کارپوه سید خالد سادات نظر پوښتلی.
ښاغلی سادات په پيل کې د ولسي جرګې پر اندیښنې غږیږي:
دلته یې واورئ.