Smiling male student working

د درســـي کــامــــیابـــۍ لــــــس رازونـــــه

کامیابي د ټولو مطلب مقصد وي د ژوند په هر برخه کې خو په درسي کامیابۍ کې بریالي کیدل د زده کوونکي او محصل تر ټولو ستر هدف دی د هرې کامیابۍ لپاره ځينې رازونه او لارې شتون لري

باید ساتنه یې وشي نو د دی لپاره چې څنګه  او څه ډول بریالیتوب ترلاسه کړو  ځانګړې تګلارې او فنونه دي چې په لاندې ډول یې څیړو.

۱. امیدونه نه فناکیدونکې خزانه ده:

د کامیابۍ لپاره دې هغه څوک کوشش نه کوي چې دبریاليتوب هيلې او اميدونه نلري د همدې لپاره امیدونه  نه فنا کیدونکې خزانه ده نو امید ولره چي  بریالیتوب وګوري.

عمربن عبدالعزیز: داسې تعبیرکوي دخپلو امیدو څخه:زمالپاره داسې  نفس لرم چي امیدواري غواړي ، امارت یي وغوښته نو ورته ورسید، بیایي دخلافت  غوښتنه کوله نو ورته ورسید، نو اوس دجنت غوښتنه او تمنا لري چې ورته به ورکول شي.

۲. ورکړه برابره  ده له راکړي سره:

کامیابي له قاطع  کار،قربانۍ اوصبر څخه عبارت ده نو چاچې خپلو امیدو ته صبر او دجدیت بڼه ورکړه نو کامیابي به ومومي نو د بریالیتوب د ترلاسه کولو لپاره همدا اوس  زیار او هڅه وکړه.

ضرب المثل دی چې چاچي زیار او کوښښ وکړ نو په لاس به ورشي، چاچې څه وکرل وبه یې ریبي.

۳. دخپلې نظريې د تغیر لپاره خپله هڅه وکړئ:

انسان د ستر طاقت اوپټ قوت خاوند دی نو ورته  پکار ده چې له ځان څخه د کمې او لټۍ هغه ګرد لري کړي او دتوانمندۍ او بريالیتوب لپاره تصور وکړي نو تاسو ډیر قدرتمند یې په هغه څه چې تصور يې کوي، غښتلي يې د هغه څه چې سوچ یې کوي ، زیرک یې په هغه څه چی باور پرې لري نو له ځان څخه هغه  سلبي کلمات لرې کړه لکه: “زه قدرت نلرم”، ” زه زیرک نه یم”، بلکی داسی ووایه: “زه کامیاب یم”، “زه قادریم”.

۴. هغه کامیابي چې تاسو یې جوړوي

په بریالیتوب فکر وکړه کامیابي غوره او خوښه  کړه کامیابي تاسو ته احساس او انګیزه درکوي ترڅو دا پيل شوی سفر په خوښۍ او بریالیتوب سره تر بري‌او هدفه رسوي..

۵. کامیابۍ پسې تګ

۶. ناکامي دبریالیتوب لپاره فرصت او تجربه و ګڼۍ

۷. خپل نفس په ایمان او هيلو ښایسته کړه

۸. په ځان کې دشته وړتياوو موندنه او ور څخه ګټه اخيستل

۹. د تعلیمي دورې څخه ګټه او خوند اخیستل

۱۰. بریالي کسان تل په خپل بریالیتوب باور لري

لیکــنه: حــــديــد مصــبـــاح